۸صبح، کابل: افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر راین کراکر وایي، چې د طالبانو حاکم رژیم افغانستان بربادوي، خو دغه رژیم به دوام ونهکړي او په نهایت کې به رانسکور شي.
نوموړي د امریکا غږ ټلویزون انګلیسي برخې ته په وروستۍ مرکه کې وویل، چې د طالبانو رژیم به له ډېر نړیوال فشار پرته د خپلو افراطي او ظالمانه کړنو له امله سقوط شي.
هغه دې ته په اشارې سره، چې د طالبانو رژیم خلک تر سختو فشارونو لاندې نیولي، د افغانستان اقتصاد یې سقوط کړی او ګاونډیو هېوادونو ته یې خطر پېښ کړی؛ د دغه رژیم سقوط هم حتمي وباله.
د امریکا پخواني سفیر وړاندوینه وکړه، چې د طالبانو د پرزولو لپاره به یو خوځښت پيلیږي، خو ویې ویل: «نه پوهیږم، چې دا خوځښت له کومه پيلیږي.»
په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کې د افغانستان لپاره د امریکا سفیر طالبان په عین حال کې د بشري حقونو ناقضین او د حکومتولۍ له وړتیاوو بې برخې وبلل.
هغه باور لري، چې د طالبانو د اصلاح کېدو تمه او هیلهمندي بېځایه ده او دغه ډله ورځ تر بلې افغانستان د له منځه تلو او وضعیت یې د خرابیدو خوا ته بیایي.
راین کراکر په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه او د دوی له لوري له بشري حقونو پراخې سرغړونې ته په اشارې سره، د امریکا متحده ایالاتو اوسنی حکومت د افغانستان په اړه د ناسمو پریکړو اصلي ګرم وباله.
د امریکا دغه پخواني دیپلومات خپل ولسمشر جو بایډن پر دې تورن کړ، چې له افغانستان څخه په نامسوولانه ډول د سرتېرو په ایستو یې د خپلو افغان متحدینو او پخوانیو همکارانو ژوند له خطر سره مخ کړی او اوس له دغه خطر څخه په ایستو کې یې لازم اقدامات نه کوي.
راین کراکر، چې شاوخوا ۴۰ کاله په ګڼو هېوادونو کې د امریکا سفیر و، د یو شمېر هېوادونو له لوري د طالبانو د رژیم په رسمیت پېژندل ممکن نه بولي.
نوموړی په کابل کې د طالبانو د یو شمېر خواخوږو هېوادونو د سفارتونو تړل کیدو ته په اشارې وایي، چې په کابل کې د بهرنیو سفارتونو دروازې په تړل کېدو دي او له دې پریکړو ښکاري، چې طالبان د بهرنیو دیپلوماتیکو مرکزونو په امنیت تامینولو نه دي توانیدلي، چې دا یې د دیپلوماتیکو اړیکو د لا کم رنګه کېدو لامل ګرځي.
دغه پخوانی امریکایي دیپلومات له طالبانو سره د ایران، چین او روسیې د اړیکو په اړه وایي، چې په دې برخه کې هم امریکا ګرمه ده، ځکه لا یې د افغانستان لپاره سفیر په قطر کې دی او طالبانو سره لیدنې کتنې لري.
د نوموړي په باور، دغو هېوادونو ته امریکا متحده ایالات له طالبانو سره د اړیکو په اړه بد مثال دی.
راین کراکر زیاتوي، چې د دغه وضعیت زمینه امریکا متحده ایالاتو برابره کړې ده.
د امریکا د دغه پخواني دیپلومات څرګندونې په داسې حال کې دي، چې پرون د طالبانو د رژیم د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له یوه پلاوي سره د لیدنې پر مهال په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت د خرابیدو ګرمه د امریکا له لوري د افغانستان د بانکي زېرمو کنګلیدل ګڼلي.
څو ورځې مخکې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراجالدین حقاني د دغې ډلې پر انحصاري واکمنۍ نیوکې وکړې او خپل عمومي مشر ملا هبتالله اخوندزاده ته په ضمني اشارې یې نوموړی د واک په انحصار او پر خلکو د خپلې شخصي ارادې په تپلو تورن کړ.
سراجالدین حقاني دا هم ویلي، چې دغه وضعیت نور د زغم وړ نه دی.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد بیا د نوموړي له څرګندونو وروسته د دوی د مشرانو د خپلمنځي اختلافاتو خبرونه رد کړي دي.