افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د سیمې او نړۍ د امنیتي اندېښنو په مرکز بدل شوی دی. سترو قدرتونو او د سیمې هېوادونو څو ځلې د ترهګرو پر جنت د دغه هېواد د بدلېدو په تړاو خبرداری ورکړی دی. د ټولیز امنیت تړون سازمان چې ډیری غړي یې له طالبانو سره نېږدې اړیکې لري، په ځلونو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د روسیې د دفاع وزیر د دغه سازمان په غونډه کې ویلي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ترهګرو په افغانستان کې خپل مرکزونه د پاموړ پیاوړي کړي دي. هغه دغه هېواد په سیمه کې د بې ثباتۍ مرکز بللی او ګاونډیو هېوادونو ته یې د ترهګرو د احتمالي اقداماتو خبرداری ورکړی دی. تر دې وړاندې د سینټکام قومندان هم ویلي وو، چې په افغانستان کې به ترهګر په راتلونکو شپږو میاشتو کې پر اروپايي او اسیایي هېوادونو د ترهګریز بریدونو وړتیا ولري. خو د ټولیز امنیت تړون سازمان ویلي دي، چې له افغانستان سره پر پوله له اورپکو ډلو سره د مقابلې لپاره چمتووالی نیسي.
د ټولیز امنیتي تړون د سازمان د دفاع د وزیرانو شورا غونډه (Collective Security Treaty Organization) د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ۴مه، د بلاروس جمهوریت د دفاع وزیر په مشرۍ په مینسک کې جوړه شوه. په دې غونډه کې د غړو هېوادونو پر دفاع پر وزیرانو سربیره، د دغه تړون سر منشي ایمانقلي تاسماګامباتوف او د دغه تړون لوی درستیز اناتولي سیدوروف هم حضور درلود. د غونډې ګډونوالو په سیمه کې د امنیتي ګواښونو او د ګډو پوځي تمرینونو پر ترسره کېدو بحث او خبرې وکړې. دغه سازمان دغه راز ویلي، چې په افغانستان کې تر ۲۰ ډېر ترهګریز سازمانونه چې لس زره جنګیالي لري، فعال دي. د دغه بنسټ، په وینا یوازې د افغانستان په سویلي پولو کې تر څلور زره زیات جنګیالي ځاي پر ځای شوي دي. د ټولنیز امنیت د تړون سازمان په تېرو دوو کلونو کې په پرلپسې توګه په منځنۍ اسیا کې له افغانستانه د امنیتي ګواښونو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده. دغه سازمان د روان کال د غويي په اوومه هم، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، چې له افغانستانه د منځنۍ اسيا هېوادونو ته ناامني، ترهګريز ګواښونه او د نشه يي توکو قاچاق پراخ شوی دی.
په همدې حال کې د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په څلورمه په مینسک کې د ټولیز امنیت د تړون د سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې افغانستان په سیمه کې د بې ثباتۍ مرکز وباله. ټاس خبري اژانس د روسیې د دفاع وزیر له خولې ویلي: «واشنګټن هوډ لري چې په افغانستان کې د ناقانونه وسله والو ډلو له ظرفیته په سیمه کې د وضعیت د بې ثباته کولو لپاره کار واخلي.»
دغه روسي چارواکي د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) له افغانستانه په بېړه په وتلو تورن کړ او ادعا یې وکړه، چې دغه سازمان غواړي یو ځل بیا په سیمه کې پوځي حضور ولري. هغه زیاته کړه: «د د ناټو هېوادونه په بېړه له وتلو وروسته د افغانستان د بیارغونې د هڅو پر ځای له بېلابېلو لارو هڅه کوي په منځنۍ اسیا کې خپل پوځي حضور بېرته ټینګ کړي.»
په دې غونډه کې د روسیې د دفاع وزیر «ناقانونه» وسله والې ډلې د سیمې د هېوادونو د ثبات لپاره اصلي ګواښ بللی. هغه ویلي: «افغانستان لا هم د بې ثباتۍ مرکز دی. اصلي ګواښ د ناقانونه وسله والو ډلو دی چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې په هغه هیواد کې خپل مرکزونه د پام وړ پیاوړي کړي دي.»
ښاغلي شویګو امریکا په افغانستان کې د منځني ختیځ له جنګیالیو په ګټې اخیستنې تورنه کړې ده. د هغه په بیانیه کې راغلي دي: «موږ باور لرو چې د امریکا متحده ایالوتونه غواړي چې د دغو ترهګرو ډلو له ظرفیته په استفادې سره په سیمه کې د وضعیت د بې ثباته کولو لپاره کار واخلي. د دې موخې لپاره په افغانستان کې د هغو بانډونو د جنګیالیو ځای پرځای کول پلان شوي دي، چې په منځني ختیځ کې تر کنټرول لاندې دي.»
د روسيې د دفاع وزير د افغانستان ګاونډيو هېوادونو ته د ترهګرو ډلو د نفوذ په تړاو خبردارى ورکړی او ویلي یې دي چې: «په راتلونکي کې ممکنه ده چې هغوى [ترهګرو ډلې] ګاونډيو هېوادونو ته د ترهګریزو فعاليتونو د ترسره کولو لپاره نفوذ وکړي. شویګو د افغانستان په پولو کې د همغږو هڅو او ګډو تمرینونو غوښتنه کړې ده. هغه زیاته کړې: «په دې حالت کې موږ باور لرو چې په افغانستان کې د هڅو همغږي کول او ګډو دوه اړخیزو او څو اړخیزو تمرینونو ته د لازمه پاملرنه اړینه ده.»
ښاغلي شویګو په نوي ډیلي کې د شانګهای د همکاریو سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې فعالو ترهګرو ډلو په منځنۍ اسیا کې خپل فعالیتونه زیات کړي دي. نوموړي ویلي، چې القاعدې او داعش په افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخ کړي او په پام کې لري، چې د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې خپل نفوذ زیات کړي. روسیه د ټولیز امنیت سازمان یوه مهمه غړې ده، چې له طالبانو سره نېږدې اړیکې لري. د طالبانو لاسته د افغانستان له سقوط وروسته دغه هېواد په کابل کې خپل سفارت فعال ساتلی دی.
د مسکو دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې تر دې مخکې امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د امریکا د افشا شویو اسنادو په حواله ویلي وو، چې افغانستان د ترهګرۍ او داعش ډلې د همغږۍ په مرکز بدل شوی دی. د امریکا د دفاع وزارت د پټې ارزونې له مخې، داعش ډله هوډ لري چې له افغانستانه په استفادې په اروپا او اسیا کې د بریدونو پلان جوړ کړي. واشنګټن پوسټ لیکلي، چې د پنټاګون یو محرم سند ښیې چې «داعش ډله د بهرنیو عملیاتو لپاره د داسې کم لګښته موډل د رامنځته کولو په حال کې ده، چې له افغانستانه بهر سرچینو باندې تکیه کوي.
د تاجیکستان او افغانستان تر منځ پر پوله د ټولیز امنیت د سازمان پوځي تمرینونه
د طالبانو لاسته د افغانستان له سقوط وروسته د ټولیز امنیت د تړون سازمان څو ګډ پوځي تمرینونه ترسره کړي دي. د دغه سازمان لومړی ګډ تمرین د ۱۴۰۰ کال د تلې په میاشت کې ترسره شو. د رسنیو د راپورونو له مخې، په دغو ګډو پوځي تمریناتو کې د غړو هېوادونو څه باندې ۴۰۰۰ پوځیانو ګډون کړی و. د رپوټونو له مخې، د ټولیز امنیت د تړون د سازمان دویم ګډ تمرین د ۱۴۰۱ کال د تلې په ۷مه، نېټه د افغانستان او تاجیکستان پر پوله ترسره شو. دغه سازمان هغه مهال اعلان کړی و، چې په دغه تمرین کې په ۳۰۰ ډوله پوځي تجهیزات سره سمبال شاوخوا ۱۰۰۰ پوځیان روزل شوي، څو د غړو هېوادونو ځواکونه له ترهګرو سره د مقابلې لپاره چمتو کړي.
د ټولیز امنیت تړون سازمان څه ډول سازمان دی؟
د ټولیز امنیت تړون سازمان د ټولیز امنیت تړون په پایله کې رامینځته شوی چې د ۱۹۹۲ کال د می په ۱۵مه د ازبیکستان په پلازمېنه تاشکند کې د ارمنستان، قزاقستان، قرغزستان، روسیې او تاجیکستان د مشرانو لخوا لاسلیک شو. له هغې وروسته په ۱۹۹۳ کال کې اذربایجان، بلاروس او ګرجستان هم ورسره یوځای شول. اوس مهال، ارمنستان، بلاروس، قزاقستان، قرغزستان، روسیه او تاجیکستان د ټولیز امنیت تړون د سازمان غړي دي.
د دغه سازمان پر یوه غړي تېری د دغه سازمان پر ټولو غړو تېری دی.
د دغه سازمان د جوړیدو د تړون په څلورمه ماده کې راغلي دي: «که چیرې پر یوه غړی هیواد د کوم هېواد یا د دولتونو د یوې ډلې لخوا تېری وشي، دغه تېري به پر ټولو هغو هیوادونو تېری وګڼل شي چې د دغه تړون غړي دي.» د کوم ګډونوال هیواد پر وړاندې د تېري په صورت کې به نور ګډونوال هیوادونه د پوځي مرستو په ګډون اړینې مرستې کوي او دغه راز به له ۵۱ مادې سره سم، د ټولیزې دفاع د حق د عملي کولو په برخه کې خپل شته ملاتړ وړاندې کوي.
د ټولیز امنیت تړون د سازمان د دفاع وزیران په داسې حال کې د افغانستان له خاورې د ترهګریزو ګواښونو په اړه اندیښنه څرګندوي چې تر دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د منځنۍ اسیا د هېوادونو پر پولو د داعش، د ازبیکستان د اسلامي غورځنګ، د تاجیکستان د جماعت انصارالله او القاعدې په ګډون د «ترهګرو ااو افراطي ډلو د ښکاره» حضور او راټولېدو خبرداری ورکړی دی. نوموړي د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو د جګپوړو امنیتي او استخباراتي چارواکو په پنځوسمه غونډه کې له افغانستانه د داعش، القاعدې او نورو ترهګرو ډلو ګواښونه بې مخینې وبلل.
بلخوا، د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان د سه شنبې په ورځ، د ۱۴۰۱ کال د تلې په ۲۶مه، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ترهګرو د خوځښتونو د مخنیوي لپاره د نړیوالو همکاریو او سیمه ییز امنیت او د پولو مدیریت» په کنفرانس کې چې د تاجیکستان په پلازمېنې دوشنبې ښار کې جوړ شو، له افغانستان سره د منځنۍ اسیا پر پولو د «امنیتي کمربند» د جوړېدو غوښتنه وکړه. هغه وويل: «په اوسنيو شرایطو کې د منځني ختيځ له جګړه ځپلو سيمو نورو سيمو ته د ترهګرو جنګياليو ليږد او په دې برخه کې په افغانستان کې دنړيوالو ترهګرو سازمانونو پياوړتيا د منځنۍ اسيا د دولتونو لپاره جدي وېره رامنځته کړې ده.»
خو طالبانو په وار وار دغه څرګندونې رد کړې دي. د دې ډلې چارواکي وايي، چې له ټولو هېوادونو سره ښه تعامل لري او د افغانستان له لوري ګاونډيو هېوادونو ته هېڅ ګواښ نشته. په دې وروستیو کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ادعا کړې ده، چې له ګاونډیو هېوادونو سره د دوی اړیکې د تېر حکومت په پرتله ښې دي.