متقي او قمي د حقابې په اړه خبرې وکړې

۸صبح، کابل: د طالبانو او د ایراني چارواکو ترمنځه د هلمند په سیند کې د ایران د حقابې په اړه د اختلافاتو په بې‌ساری زیاتېدو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي، کابل کې د ایران له سفیر او ځانګړي استازي محمد حسن کاظمي قمي سره وکتل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند (حافظ ضیا احمد) نن شنبه (د غبرګولي په ۶ مه) د یوه ټویټ په خپرولو سره، د امیرخان متقي او قمي ترمنځ د لېدنې خبر ورکړی.

دا لېدنه په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو په وزارت کې تر شوی ده.

ضیا احمد وویل چې په دغه کتنه کې ښاغلی قومي، د روانې مېاشتې په پیل کې د قطر په پلازمینه دوحه کې د ملګرو ملتو په ځانګړې غونډه کې د ایران د دریځ په اړه متقي ته وضاحت ورکړی.

د ضياء احمد په وينا، د افغان بنديانو د تبادلې پر بيا پيل، د تورنو کسانو- په ځانګړې توګه- د افغانستان د وګړو د اعدام پر بهیر او افغانانو ته د ايران د ويزو د ورکړې په اړه، د متقي او قمي ترمنځ خبرې شوې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند همدارنګه ویلي چې امیرخان متقي ددغې ډلې او د ایران د حکومت ترمېنځ، د اختلافاتو د حل لپاره په خبرو ټینګار کړی.

که څه هم چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د امیرخان متقي او محمد حسن کاظمي قومي ترمنځ د لیدنې پر مهال د هلمند د سیند د ایران د حقابې موضوع، د مطرح کېدو خبر ورکړی، خو نور جزیات یې نه دي روښانه کړي.

د ایران حکومت او په کابل کې یې سفارت تر اوسه د دې غونډې په اړه څه نه دي ویلي.

په تیرو لسو ورځو کې، د ایران د دولتي چارواکو او طالبانو ترمنځ د حقابې پر سر د لفظي شخړو کچه، د خبرداري حد ته رسیدلې ده.

د ایران ولسمشر طالبانو ته خبرداری ورکړی که د هلمند له سینده ددغه هېواد حقابه ورنه کړل شي، بیا طالبان د شکایت حق نه لري.

له بلې خوا، د طالبانو له خوا د هلمند په سیند کې د اوبو د کمښت موضوع له مطرح کولو وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې سیند کې د اوبو د اندازه کولو لپاره، د یوې ګډې تخنیکي کمېټې د جوړولو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، پخپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د ایران د حقابې د تړون له مخې، دغه هېواد د هلمند په سیند کې د اوبو د اندازه کولو حق نه لري او ښایي دوی ایراني پلاوي ته له بنده د لیدنې اجازه ورنکړي.

Back to top button