۸صبح، کابل: د تورخم دروازې په سیمه کې د طالبانو او پاکستانیو پوله ساتو ځواکونو تر منځ له وروستۍ نښتې دوه ورځې تېرې شوې، خو لا هم دغه لار د ټرافیکو پر مخ نه ده پرانیستل شوې.
په اسلام اباد کې چارواکو د جمعې په ورځ (د سپتمبر په ۱۷مه) ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې د پاکستان امنیتي ځواکونه د تورخم دروازې د لندې کوتل بازار ته څېرمه پرتې پوستې له لارې هیچا ته د تېرېدو اجازه نه ورکوي.
د معلوماتو له مخې، د دواړو خواوو پلاوي د دغه بندر د ستونزې د هواري په موخه له هغو اختلافاتو وروسته چې په لوړه کچه رامنځته شوي، خبرې اترې پيل کړې دي.
د لنډي کوتل د کمشنر مرستیال ارشاد مومند ډان ورځپاڼې ته د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو د پيل پخلی کړی دی.
هغه زیاته کړه: «د خپلو دندو له مخې، موږ معمولاً له [طالبانو] سره په ټیټو کچو کې د ناستو پر مهال سیمه ییزو مسلو ته رسېږو، خو دا [د تورخم دروازېځنډ]یوه حساسه موضوع ده او اوس په په لوړه کچه ورسره چلند کیږي.»
پاکستاني چارواکو ویلي، د تورخم لار به تر بلې خبرتیا پورې تړلی وي.
له دغه حکم وروسته پر دې لارې لسګونه باروړونکي موټر او مسافر دواړه غاړو ته لاړل او د دوو افغانانو جسدونه چې ویل کېږي د طبیعي پېښو له امله مړه شوي وو، د پولې بلې غاړې ته پراته دي.
د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د چهارشنبې په ورځ د وږي په ۱۵ مه نښته وشوه، چې په پایله کې یې دوه پاکستاني پوځیان، دوه طالبان ووژل شول او دوه ملکي وګړي ټپیان شول.
طالبان او پاکستان ادعا کوي چې جګړه بل لوري پیل کړې ده.
د کابل او اسلام اباد اړیکې په دې موده کې د پاکستان د دې ادعا له امله ترینګلې شوې چې طالبانو تحریک طالبان پاکستان ته پټنځایونه ورکړي اوسرحدي شخړې ورسره زیاتې شوې دي.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز د پنجشنبې په ورځ په یوه پوځي غونډه کې ویلي، چې طالبان باید د دغه هیواد پر ضد د ترهګرو ډلو له خوا د افغانستان له خاورې د استعمال د مخنیوي په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.