۸صبح، پروان: پروان کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې ترکیه کې ورانونکې زلزلې د دغه ولایت د اوسېدونکي عبدالرشید، د هغه د مېرمنې او یوې لور ژوند اخیستی او څلور نور اولادونه یې ټپیان کړي دي.
سرچینې چهارشنبه د سلواغې پر نولسمه نېټه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې د دوو ورځو په تېرېدو ژغورونکو ډلو تر اوسه د عبدالرشید مړی له خاورو نه دی رایستلی.
د سرچینو په وینا، عبدالرشید چې د پروان ولایت د جبلالسراج ولسوالۍ اوسېدونکی و، له ۷ کلونو راهیسې یې په ایران کې ژوند کاوه. هغه په دې وروستیو کې له خپلې کورنۍ سره ترکیې ته تللی و.
په همدې حال کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد ضیا تکل له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې افغانان هم د ترکیې د مرګونو زلزلو له خطرونو بېبرخې نه دي پاتې شوې.
تکل ترکیه کې د طالبانو د سفارت د شمېرو له مخې ویلي، چې تر اوسه ۱۰۰ افغانان د ترکیې د وروستیو زلزلو له امله مړه او ټپيان شوي دي. د هغه په وینا دا شمېرې وروستۍ نه دي او ښایي بدلون ومومي.
دوشنبه سهار د سلواغې پر شپاړسمه نېټه پیاوړې زلزلې د ترکیې د سویلختیځ او د سوریې شماللوېدیځ برخې ولړزولې. د وروستیو شمېرو له مخې په دغو زلزلو کې تر اوسه کابو ۸ زره تنه مړه شوي دي.