د ترکیې کورنیو چارو وزارت ویلي چې ۳۸ کسان یې له داعش ډلې سره د غړیتوب او همکارۍ په تور نیولي دي.
دا خبره یکشنبه د اپریل پر ۲۸مه د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلي کایا په خپله اېکسپاڼې کې لیکلې ده.
د نوموړي په وینا، دا کسان د «بزدغان – ۳۱» په نوم د ګډو پوځي عملیاتو په لړ کې د دغه هېواد په ادانا، ایدین، چوروم، غازي انتپ، قېصري او مرسین ښارونو کې نیول شوي دي.
هغه یادونه کړې چې د دغو عملیاتو په پاېله کې یې ځواکونو ډېر شمېر اسعار، لیره او ډيجیټال اسناد هم کشف او نیولي دي.
یرلي کایا زیاته کړې :«موږ به هېڅ ترهګر ونه زغمو، موږ به د خپل ملت د سولې، یووالي او پیوستون لپاره په ټينګ تکل او د امنیتي ځواکونو په غوره هڅو خپلې مبارزې ته دوام ورکړو.»
په وروستیو میاشتو کې ترکیې له داعش سره د لاس لرلو او همکارۍ په تور د یو شمېر کسانو د نیولو لړۍ چټکه کړې ده.
د روان زېږدیز کال د اپریل پر ۲۱مه هم د ترکیې په استانبول، اسکي شهیر، ازمیر او کایسري ښارونو کې ۳۶ کسان له داعش سره د همکارۍ په تور نیول شوي و.