۸صبح، کابل: د کابل پوهنتون د نجونو په لیلیه کې سرچینې تاییدوي چې په دغه شپه غالي کې اتیا سلنه نجونې محصلینې مسمومې شوې دي.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي چې دا پېښه د شنبې ورځې غرمه او د شپې له خوا شوې ده.
له بلې خوا، یوه بله سرچینه وايي چې ټاکل شوې وه د کابل پوهنتون د نجونو په لیلیه کې محصلینې د یکشنبې په ورځ پر ښوونیزو مرکزونو د بریدونو د دوام په غبرګون کې لاریون وکړي.
د سرچینو په وینا، له آشپزانو پرته د لیلیې مدیر او یو شمېر کارکوونکي روغ دي.
د کابل پوهنتون د نجونو شپه غالي مسوولین له هغې وروسته چې د محصلینو له غبرګون سره مخ شول، وې ویل چې د نجونو د مسمومیت لامل د روغتیايي سپارښتنو ته نه پاملرنه او له بهرنیو خوړو استفاده ده.
دغو نجونو غرمه او ماښام لوبیا او وریجې خوړلې وې.
یو شمېر مسموم شوې محصلینې د دوی د وضعیت له خرابېدو وروسته په شخصي لګښت روغتون ته ولاړې.
پر کاج روزنیز مرکز له برید وروسته، په کابل، هرات او بامیان ولایتونو کې زیات شمېر ښځو لاریونونه وکړل او د خواله رسینو لسګونه زره کاروونکو «د هزاره وګړو نسل وژنه ودروئ» په نوم کمپاین ترسره کړ.