د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره په تلیفوني خبرو کې هیله څرګنده کړې چې د دغه هېواد بندیان چې د خلاصون فرمان یې د ولسمشر غني له خوا صادر شوی خوشي شي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلان له مخې، دغه تلیفوني خبرې د سلواغې په شپږمه نېټه شوې او دواړو لوریو همداراز د دوو هېوادونو د اړیکو په اړه خبرې اترې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وېلي چې شاه محمود قریشي په دغو تلیفوني خبرو کې د پاکستاني بندیانو د خلاصون موضوع مطرح کړې چې د کوچنیو جرمونو له امله په افغانستان کې بندیان دي.
هغه هیله څرګنده کړې چې د ولسمشرمحمد اشرف غني د فرمان پربنسټ دا بندیان خوشي او خپلو کورنیو ته ستانه شي.
محمد اشرف غني د لړم په ۲۸مه نېټه د یو شمېر هغو پاکستاني بندیانو د خلاصون حکم صادر کړی چې په افغانستان کې د محکمو په قطعي او وروستي حکم سره په سزا محکوم شوي دي.
د ولسمشر په فرمان کې ددې کار دلیل د ښه نیت ښودل او د پاکستان له اسلامي جمهوریت سره د دوستانه اړیکو ټینګښت بلل شوی دی. دغه فرمان څلور مادې لرلې، په لومړۍ ماده کې یې راغلي: یو شمېر پاکستاني بندیان چې د بند موده یې یوه میاشت پاتې وي وبخښل او خوشي شي.
دوهمه ماده، د پاکستاني بندیانو نغدي سزا چې ددې فرمان د لومړۍ مادې شرایط ولري او یا یې د بند موده بشپړه شوې وي او د ورکولو لپاره پیسې ونه لري، بخښل شوي دي. د ولسمشر په دغه فرمان کې د نافذېدو وخت د لړم دېرشمه نېټه یاد شوی و. د ولسمشر دا فرمان د لړم په ۲۸مه نېټه افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان له سفره یوه ورځ مخکې لاسلیک شوی دی.له بلې خوا، شاه محمود قریشي له حنیف اتمر سره په تلیفوني اړیکه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پياوړتیا لپاره، د سرحدي بازارونو د جوړولو موضوع مطرح کړې ده. هغه همداراز په دغه تلیفوني اړیکه کې بین الافغاني مذاکرات د افغانستان لپاره تاریخي فرصت وباله چې سیاسي هوکړې ته په رسېدو د افغانستان څو کلن ناورین ته د پای ټکی کېښودل شي. شاه محمود قریشي په افغانستان کې د تاوتریخوالي د لوړې کچې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د بین الافغاني مذاکراتو پر چټکتیا، د تاوتریخوالي پر کمولو او اوربند یې ټینګار کړی دی.