امریکايي چارواکو خبر ورکړی چې د دغه هېواد د پوځ یوه پیلوټ په واشنګټن کې د اسرائیل سفارت مخې ته پر غزې د اسرائیل د بریدونو د دوام په غبرګون کې ځان ته اور اچولی دی.
د نیویارک ټایمز د راپور پر بنسټ، دغه سړي یکشنبه، د فبرورۍ په ۲۵مه خپل ځان سوځولی دی.
دغه سړي چې پوځي جامې یې پر ځان وې، انټرنیټ کې په ژوندۍ بڼه یوې خپرې شوې ویډیو کې ویلي: «زه به نور په نسل وژنې کې شریک نه اوسم.»
هغه بیا پر بدن یوه شفافه مایع شیندلې او د «ازاد فلسطین» په نارې سره یې ځان ته اور اچولی دی.
د واشنګټن ښار د چارواکو په وینا، دغه سړی وروسته له هغې چې د استخباراتو افسرانو له لوري یې پر بدن اور مړ شو، روغتون ته لېږدول شوی دی.
د واشنګټن ښار د پولیسو ویاند د امریکا هوايي ځواک د دغه غړي روغتیايي حالت نازک بللی دی.
د حماس پر وړاندې د اسرائیل د پوځي برید له پیل راهیسې، په واشنګټن کې د دغه هېواد سفارت په پرلپسې ډول د غزې د جګړې پر ضد د اعتراضونو شاهد دی.
سربیره پردې، په وروستیو میاشتو کې په متحده ایالاتو کې د اسرائیل او فلسطین پلوه ملاتړو په پرلپسې توګه لاریونونه کړي دي.