۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق ویلي چې ډنمارک له افغانستان سره ۶.۲ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق(UN_STFA) یکشنبه د مرغومي پر ۲۴مه په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې دا پیسې ۴۲ میلیونه ډنمارکي کرونه کېږي.
یاد بنسټ زیاته کړې چې له ځانګړي وجهي صندوق څخه ملاتړ به د ډېرو لاسته راوړنو لامل شي.
په پیغام کې راغلي: «ډنمارک د افغانانو په ځانګړې توګه د مېرمنو د وړتیاوو له ډېرولو سره مرسته کوي.»
چین هم نن ویلي چې دغه هېواد به له افغانستان سره ۱۰۰ میلیونه یوانه چې شاوخوا ۱۴ میلیونه ډالر کېږي، نقدي مرسته کوي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي و چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته، د دغه هېواد شاوخوا ۸۵ سلنه وګړي په ورځ کې له یو ډالره په کمو پیسو ژوند کوي.