۸صبح، کابل: د افغانستان او هند ترمنځ د کرېکټ د درېیو ۲۰ اوریزو سیالیو د لوبلړۍ په دویمه لوبه کې افغان ملي لوبډله د شپږو ویکټو په توپیر ماته وخوړه او په دې سره هندۍ لوبډله د دې لوبلړۍ په ګټلو وتوانېده.
دا لوبه نن یکشنبه د مرغومي پر ۲۴مه د هند په کوربتوب د دغه هېواد د انډور هولګر کرېکټ په لوبغالي کې وشوه.
د لوبې پچه هندي لوبډلمشر وګټله او خپله یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
افغان کرېکټ ملي لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ګلبدین نایب د ۵۷ منډو په مټ د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۲ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۷۳ منډو هدف وټاکه.
د هند د کرېکټ ملي لوبډلې بیا یاد هدف د څلورو لوبغاړو په سوځېدو په پنځلسم اور کې پوره کړ.
د یادونې وړ ده چې هندۍ لوبډلې افغانستان ته په لومړۍ لوبه کې هم ماتې ورکړې وه او ټاکل شوې چې د دغې لوبلړۍ وروستۍ لوبه د جنورۍ پر ۱۷مه وشي.