۸صبح، کابل: د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالي وایی، چې تر اوسه یې له کابل ښاره تر ۱۹ زرو زیات دروېزګر ټول کړي، چې نیمایي یې ښځې دي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالي یکشنبه د لیندۍ پر دیارلسمه د یوه ټویټ په خپرولو لیکلي، چې د دروېزګرو د ټولولو کمېټې تر ننه د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څلور زره او ۴۶۴ تنه مستحق کسان او شپږ زره او ۴۹۷ تنه نور یې د مسلکي دروېزګرو په توګه پېژندل شوي دي.
طالبانو زیاته کړې، چې له ثبت شویو دروېزګرو یو زر او ۷۳۷ تنه یې نارینه دي، چې له ارزونې وروسته ۶۳۴ تنه یې مستحق او یو زر او ۱۰۳ تنه نور یې مسلکي پېژندل شوي دي.
د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیالۍ جوته کړې، چې په دې منځ کې شپږ زره او ۳۷۴ تنه یې ماشومان دي، چې دوه زره او ۶۰۹ تنه یې مستحق او درې زره او ۷۰۳ تنه نور یې مسلکي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې موده مخکې طالبانو اعلان کړی و، چې له کابل ښاره دروېزګر ټول او بایومتریک کوي یې.
دغې ډلې خبرداری ورکړی و، چې که څوک له بایومتریک وروسته خیرات وغواړي وبه نیول شي.
د ویلو ده، چې په هېواد کې د طالبانو له واکمنېدو سره د وزګارۍ او بېوزلۍ کچه لوړه شوې او افغانستان کې په ځانګړې توګه کابل ښار کې دروېزګر زیات شوي دي.