په افغانستان کې د سیاسي نظامونو له ړنګېدو سره هممهاله د پوهنتونونو وضعیت هم له ګډوډیو سره مخ کیږي او خپله اصلي لاره چې «د پوهنیز نظام تولید او وړتیا» ده، بشپړه کړې نه ده. په څلور لسیزو کې د سیاسي نظامونو بدلونونو وښوده چې واکمنو ډلو، پوهنتونونه خپلو ایډیولوژیکو موخو ته د رسېدو په خدمت کې ورکړي دي.
واک ته د طالبانو په بیا راتلو سره، په پوهنتونونو کې د بنسټپالنې د ودې او د فکري آزادۍ ځپلو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. تازه مورد ښيي چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د دیني عالمانو د تحصیلي سویې د مالومولو بهیر پیل کړی دی، خو څرګنده کړې یې نده چې د دیني مدرسو دغه فارغان، ښوونځي او پوهنتون ته له تګ پرته له کومو تحصیلي څانګو به د فراغت سند ترلاسه کړي. همداراز یو شمېر کارپوهان او هېوادوال په دې باور دي چې د طالبانو دغه کړنه به ددې لامل شي چې د زده کړو د دوام او د پوهنتون بنسټ ته د خلکو بې باوري نوره هم زیاته شي او همهاله په هېواد کې د بنسټپالنې د ودې لامل کیږي. تر دې وړاندې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ویلي و چې د یوه طالب «علمي درجه» باید د هغه د ماینونو ایښودنې د شمېر له مخې محاسبه شي. نوموړي دغه راز د علمي رتبې د مالومولو لپاره ددغې ډلې له غړیو د ازموینې اخیستل «دیني عالمانو ته سپکاوی» بللی و. د طالبانو ددغه لوړپوړي چارواکي په وینا پوهنتونونو ته تګ «بې عزتي» ده او که چېرې هغوی تمدن غوښتلای نو اسامه بن لادن به یې امریکا ته سپارلی و.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت پنجشنبې د سلواغې په شلمه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دیني عالمانو د سویې مالومولو د ازموینې اخیستو لومړنی پړاو یې پیل کړی دی. د طالبانو د ازموینو د ملي ادارې مشر عبدالباقي حقاني ویلي چې پر دې سربېره، له هېواده بهر د دیني عالمانو د زده کړو لپاره به هم زمینه برابره شي. د دیني عالمانو د زده کړو د سویې د مالومولو د ازموینې اخیستو بهیر داسې مهال پیلیږي چې تر دې وړاندې طالبانو په ځینو ولایتونو کې د دیني عالمانو د سویې مالومولو د فورمو د وېش خبر ورکړی دی.
د طالبانو د ازموینو د ملي ادارې رییس عبدالباقي حقاني، په کابل پوهنتون کې د دیني مدرسو د فارغینو د سویې مالومولو ازموینې د بهیر پر مهال ویلي «دوی د نړۍ او د هېواد په کچه د پوهنتونونو د کړنلارو سره په همغږي د مدرسو د فارغانو او دیني عالمانو د زده کړو سندونو ته د باور زمینه برابره کړې څو دیني عالمان وکړای شي په راتلونکي کې د خپلو زده کړو د کچې د لوړېدو لپاره له هغه ګټه واخلي.» نوموړي ویلي؛ « د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصونو له ریاست سره په همغږي د نورو داوطلبه کسانو ازموینه چې د سندونو د ارزونې لپاره یې نوم لیکنه کړې ده، د هېواد په کچه به په نورو پړاوونو کې واخیستل شي.»
تر دې وړاندې د بامیان لپاره د طالبانو والي عبدالله سرحدي، سه شنبې د لړم په لسمه، د دیني عالمانو د سویې مالومولو د فورمونو د وېش پرمهال ویلي چې له دې ارزونې یې موخه د دیني عالمانو د «علم او وړتیا» ارزونه ده. په بامیان کې د طالبانو دغه چارواکي ویلي دي، د دیني عالمانو اسناد چې په کور دننه مدرسو او له هېواده بهر فارغ شوي دي، ارزول کېږي. د بامیانو لپاره د طالبانو والي دغه راز ویلي چې له ارزونې وروسته، دیني عالمانو ته د لیسانس سویې د زده کړو سند ورکول کېږي. د بامیان پوهنتون رییس حضرت برهاني ویلي چې د دې بهیر د رامنځته کېدو موخه په دغه ولایت کې د دیني عالمانو د سویې مالومول دي او څوک چې بریالي کیږي، هغوی ته به د لیسانس رسمي سند ورکول کیږي.
دغه را د کندز لپاره د طالبانو د والي د دفتر رییس عبدالغفور شهیدزي پنجشنبې د سلواغې په شلمه په خپله ټویټر پاڼه په دغه ولایت کې د دیني عالمانو د ازموینې د اخیستنې له بهیر خبر ورکړی، او ویلي یې دي چې د شپږو ورځو په لړ کې شاوخوا زرو تنو دیني عالمانو د سویې د مالومولو په ازموینه کې ګډون کړی دی. د هغه په وینا، هغه کسان چې په دې ازموېنه کې بریالي کیږي، تحصیلي سند ورکول کیږي. شهیدزي لیکلي: « څوک چې په ټیټه درجه «خامسه» بریالي کیږي هغوی ته د دوولسم ټولګي سند، د عالیې درجې عالمانو ته د ۱۴ ټولګي او عالمیې لپاره د لیسانس سند ورکول کېږي.»
په همدې حال کې «د تخار- ملي راډیو تلویزیون» پنجشبنې د سلواغې په شلمه هم د تالقانو په ښار کې د دیني عالمانو د ازموینې د اخیستنې له بهیر خبر ورکړی دی. ددغه راډیو تلویزیون په راپور کې د تخار لپاره د طالبانو د پوهنې د رییس مولوي حزب الله مبشر له قوله راغلي دي چې دا ازموېنه درې پړاوونه لري، تخار لپاره د طالبانو د پوهنې رییس ویلي، چې شاوخوا ۸۰۰ تنو دیني عالمانو د سویې مالومولو په بهیر کې ګډون کړی او څوک چې بریالی کیږي«د ۱۲، ۱۶،۱۴ پاس تحصیلي سندونه ورکول کېږي.»
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د خبرپانې پر بنسټ، د دیني عالمانو د سویې مالومولو بهیر په ټول هېواد کې پیل شوی او ټاکل شوې چې په ولایتونو کې له دیني عالمانو او د دیني مدرسو له زده کوونکو د سویې مالومولو ازموېنه واخیستل شي.
د دیني عالمانو د سویې مالومولو بهیر داسې مهال پیلیږي چې تر دې وړاندې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت چارواکو ویلي وو، چې ټاکل شوې په دې بهیر کې اویا زره تنه د دین عالمان ګډون وکړي. یاد وزارت په رسمي توګه ندي ویلي چې د طالبانو له ډلې به څومره شمېر په دغه بهیر کې ګډون کويٍ. دا هغه شمېرنې دي چې د طالبانو چارواکو د لړم په میاشت کې په بامیان کې اعلان کړې وې، خو له هغې وروسته نده په ډاګه شوې چې آیا په دغه شمېر کې بدلون راغلی دی کنه.
ورته مهال د دیني چارو څېړونکی مهران موحد له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې طالبان د عصري ښوونځیو پر وړاندې ښه نیت نه لري او په دې اند چې ګواکې ښوونځی له لویدیځه راغلی او عقلانیت د لوېدیځ ابزار په ټولنه کې دودول غواړي. نوموړی په دې اند دی «له اسلامه د طالبانو تعبیر پر تعبد او تسلیمیدو او له پورته نه بې له څه خبرې پر اطاعت کولو ولاړ دی.» د ښاغلي موحد په خبره، په افغانستان کې د طالبانو ټول پام د دیني مدرسو د کمي او کیفي له پلوه د هغو پر زیاتوالي دی او د دیني عالمانو د سویې مالومول د ښوونځیو پر ځای د دیني مدرسو ځای پرځای کول دي.
د دیني چارو د دغه شنونکي په وینا، په مدرسو کې د ښوونځیو د ځینو مضمونونو تدریس ددغه سیاست د پلي کېدو په برخه کې ترسره کیږي ترڅو داسې وښيي چې مدرسې هم کولای شي د ښوونځيو په څېر کړنې ترسره کړي او له همدې امله به ښوونځي ته اړتیا نه وي. د هغه په خبره، د طالبانو د ودې بستر هم دیني مدرسې دي او د یادې ډلې غړي په دې باور دي چې مدرسې د طالبانو د سیاستونو د دودولو په برخه کې رغنده رول لوبولی شي او خلکو ته ددغو عقیدو په اړه قناعت ورکوي. د ښاغلي موحد له نظره د عالمانو د سویې مالومول د ګټې اخیستنې د سیاست له مخې ترسره کیږي او د عالمانو د غوره ښودلو په معادله کې، دواړه خواوې ګټه کوي؛ ځکه « ډیری دیني عالمان طالب پلوي او له هغوی سره هم فکره دي. د طالبان هڅه داده چې مونږ «طالبان» له تاسو ملاتړ کوو او تاسو «دیني عالمان» اړ یاست چې له مونږ نه ملاتړ وکړئ.»
ښاغلی موحد دغه راز د دیني مدرسو د زده کړو بهیر نه بشپړېدونکی بولي او وایي چې په ډیری مدرسو کې د مدرنو زده کړو د بستر زمینه نده برابره. هغه وايي: « په لوست کې حضور لرل کافي ده چې یو کس څو کاله وروسته سند واخلي. نه ازموینه شته، نه پوښتنه. د زده کړو کیفیت ډیر ټیټ دی. کیدای شي ځیني ترېنه ګټه واخلي او پر دیني علومو مسلط شي، خو ډیری داسې کسان شته چې خپله ورځ تیروي.»
د دین دغه څېړونکی وايي: « د طالبانو لومړۍ او وروستۍ خبره داده چې د دین عالمان د ټولنې غوره قشر دي. ځانګړي امتیازونه هغوی ته په نظر کې نیسي او له نورو سره تبعیضي چلند کوي [طالبان] غواړي ساختار جوړونکی تبعیض دود کړي.»
د هېوادوالو او ښوونکو غبرګون
شکیبا د هېواد د یوې اوسېدونکې (مستعار نوم) دی . نوموړې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې د طالبانو ددغې کړنې پر وړاندې توند غبرګون ښيي او وايي چې په پوهنتونونو کې د طالبانو دغه کړنې به زیان راوړونکي او نه جبرانوونکي پیغامونه له ځان سره ولري. شکیبا وايي: «زده کړیالان کلونه کلونه زده کړې کوي، هڅې کوي ګڼ شمېر ستونزې او همداراز د زده کړې په لاره کې زیات شمېر کړاوونه زغمي. دا ناعادلانه، له انصاف نه وتلی او حتی ظالمانه ده چې د مدرسې یو ملا، د لیسانس سند واخلي. ملایان باید په خپلو څانګو کې زده کړې وکړي او له همدې لارې مذهبي او دیني چارې تنظیم کړي، نه دا چې په ټولو چارو کې هغوی لاسوهنه وکړي. د ټول پوهنیز او تحصیلي نظام دیني کول به د هېواد او راتلونکو نسلونو ته بدې پایلې ولري. زه په هېواد کې د پوهنتونونو راتلونکي ته اندېښمنه یم.»
یو زده کوونکی چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «د فوتوکاپۍ په هټۍ کې وم، دوه تنه چې ږیرې یې اوږدې وې راغلل، خپل اسناد یې کاپي کړل او وروسته یې وویل: انشاالله چې ماستري به هم په شپږو میاشتو کې واخلو.» نوموړي چې د طالبانو د ملاتړ کوونکو دغو دوو تنو عالمانو خبرې په ذهن کې ساتلي، ټینګار کوي چې ملایانو ته د سند وېش چې «یوه ورځ ښوونځي او پوهنتون» ته ندي تللي، په پوهنونونو به د زده کړیالانو او خلکو بې باوري په یوه فرهنګ واړوي.»
نذیر احمد د ادبیاتو له پوهنځي فارغ شوی وايي چې د یوه پوهنتون ترټولو مهمې کړنې « د پوهې تولید او څېړنه ده.» نوموړی په دې باور دی چې په هېواد د طالبانو په واکمندېدو، پوهنتونونو خپل وجودي فلسفه او عملي ماهیت له لاسه ورکړی دی. هغه ادعا کوي چې ډیری متخصص او په کار پوه کدرونه د اقتصادي ستونزو او د پوهنتونونو زړه تنګې شویو فضاو، خپلو دندو پرېښودو ته اړ کړي دي. نوموړی همداراز وایي چې په دې وروستیو کې ښوونکي د طالبانو د چارواکو په امر د هېواد پوهنتونونو ته ورپېژندل شوي دي چې د اوسني عصر د پوهنې له معیارونو سره برابر ندي.
الهام شریفي (مستعارنوم) د کابل پوهنتون یو ښوونکی دی. نوموړی چې د طالبانو له تېر یو نیم کال واکمندېدو وروسته هم خپله دنده پرمخ وړي، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې د کابل پوهنتون اوسنۍ فضا د یوې کلیوالي مدرسې سره توپیر نه لري. د هغه په خبره، ښوونکي د مسایلو د پوهاوي او تشرېح لپاره هېڅ ډول د بیان آزادي نه لري او د خپلو خبرو په وړاندې وېره لري. د پوهنتون دغه ښوونکی طالبان په قومي او مذهبي تبعیضونو تورنوي او وايي: «په ښوونیز نصاب کې ددغو [طالبانو] لاسوهنه، قومي او مذهبي چلندونه، تحصیلي نظام له بدو پایلو سره مخ کوي.» هغه وړاندې وايي چې طالبانو په هر پوهنتون کې یو دیني مبلغ استخدام کړی دی. دغه دیني مبلغ چې د هغوی د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت نه استازیتوب کوي: « په ټول پوهنتون مشري کوي او په هر څه کې لاسوهنه کوي او د زده کړې لپاره یې فضا تنګه کړې ده.»
دا ټول په داسې حال کې رامنځته کیږي چې تر دې وړاندې د طالبانو د پوهنې وزارت ویلي و چې ټاکل شوې ده په هر ولایت کې « یوه لویه جهادي مدرسه» او په هره ولسوالۍ کې له دریېو تر لسو پورې دیني مدرسې جوړې شي. د طالبانو د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو مرستیال څرګنده کړې وه: «په څه باندې پنځه ویشتو ولایتونو کې جهادي مرکزي مدرسې چې هره یوه یې د زرو تنو د جذب وړتیا لري، تاسیس شوي دي. دغه راز د ټولو ولایتونو په ولسوالیو کې له دریېو تر لسو مدرسو د جوړېدو چارې تر کار لاندې دي. د اسلامي زده کړو کلنی پلان په ملي، ولایتي او ولسوالیو په کچه جوړ شوی او د ولایتي مرکزي ټولو ریاستونو ته لېږل شوی دی.»
تر دې وړاندې د طالبان د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم هرات کې په یوې غونډه کې ویلي و، چې ملایان او ددغې ډلې جګړه ماران د علمي سویې مالومولو او د تحصیلي مدرکونو د ارزونې لپاره، دولتي ازموینې ته اړتیا نه لري. نوموړي ددغې ډلې له جګړه مارانو نه د ازموینې اخیستل هغوی ته «سپکاوی» بللی و او ویلي و چې هر طالب باید د خپلو ماینونو ایښودنې په شمېر د علمي امتیاز وړ وګڼل شي. نوموړي دغه راز ښوونیزو مرکزونو او پوهنتونونو ته د نجونو تګ « بې عزتي» ګڼلې وه او ویلي و چې که طالبانو تمدن غوښتلای، اسامه بن لادن به یې امریکا ته تسلیم کړی وای. د طالبانو دغه چارواکي د پخواني دولت د لوړ زده کړو د سیستم د له منځه وړلو نه خبر ورکړی دی. ده پنجشنبې په ورځ د لیندۍ په اوولسمه، ننګرهار ولایت ته ته په سفر کې د پخواني دولت د لوړو زده کړو سیستم ناقانونه بللی او ویلي و چې دا سیستم یې له منځه وړی دی.
له څو لسیزو راپدېخوا په افغانستان کې پوهنتونونه د واک پر سر د ګروپونو د ایدیولوژۍ په کوره کې سوځي. اوسمهال د طالبانو په بیا واکمندېدو سره، د ښوونیز کیفیت او د پوهنتونونو نسبي خپلواکي له منځه تللې ده.