۸صبح پر اتلس کلنۍ پل کېښود او په کاري مزل کې یې یو بل کال زیات شو. د افغانستان په څېر یوه بلوا ځپلي هېواد کې چې په ټولیزه توګه د مسلکي پوهاوي ورکړه او په تېره بیا ژورنالېزم پکې له سختو ګوزارونو سره مخ دی، د دغه سخت ماموریت دوام تر ټولو مهم دی. ژورنالېزم په داسې یوه هېواد کې چې په پرلپسې ماتو او سقوطونو پېژندل کیږي، د سختو څپو او توپونانونو په منځ کې د کیښتۍ چلولو په څېر دی. هر هغه کس یا بنسټ چې په داسې توپاني چاپیریال کې دومره سخت ماموریت پر مخ وړي او په دې کار کې استقامت او پایښت ښيي، لوی خطر یې منلې او دروند رسالت پر غاړه لري.
ژورنالېزم په هغې خاوره کې چې د بیان ازادي پکې بنسټیزه شوې نه وي د جګړې د اعلان په توګه ګڼل کیږي، په ځانګړې توګه د هغو خوځښتونو لخوا چې په ټولنه کې د پوهاوي د کچې لوړېدل د ځان په زیان ګڼي. دا د بیان ازادي ده چې کولای شي پردې یوې خواته کړي او کړکۍ پرانیزي او خلکو ته د تازه هوا د تنفس کولو موکه ورکړي. هغه خوځښتونه چې له تیارو او تړلې فضا سره عادت شوي او خپل ژوند د ټولنې په نه پوهاوي کې ویني، د بیان له ازادۍ وېره لري او له هر هغه کس او بنسټ سره دښمني لري چې په دې لاره کې ګام پورته کوي.
په لومړي ګام کې د بیان ازادي هغه کسانو ته اړتیا لري چې پر دې اصل د باور ترڅنګ په دې ډګر کې د قدم وهلو جرئت ولري او عامه پوهاوي او روښانتیا خپله اصلي دنده وګڼي. تر څو چې د حق ویلو او بیانولو لپاره کافي جرأت نه وي او داسې کسان نه وي چې اسرار را څرګند کړي، د هېڅ هېواد په اوبو او خاوره کې د بیان د ازادۍ د پایښت او رېښې غځولو شونتا نشته. ازاد او پوهاوي او پوهې ته ژمن انسانان د بیان د ازادۍ هغه رهبران دي چې په خپلو نه ستړي کېدونکو هلو ځلو سره کولای شي یو ستر ارمان پوره کړي او هغه ټولنه چې ډېر کلونه یې د اختناق او ځپنې تر سیوري لاندې ژوند کړی، له بنده راخوشې او ازادي ورته ډالۍ کړي.
پر دې سربېره، په ټولنه کې د بیان ازادي تر هر څه زیات د داسې قوانینو شتوالي ته اړتیا لري چې دا ازادي د وګړو یو له اساسي حقونو وګڼي او هغه د ټولو په ځانګړې توګه د نظر خاوندانو لپاره تضمین کړي. د بیان د ازادۍ د دفاع لپاره د څرګندو او پرېکندو قوانینو په نشتوالي کې دا کار د یوې وېروونکې او خطرناکې درې پر لور د قدم وهلو په څېر دی چې که څه هم ازاد انسانان به ترې تېر شي خو درنه بیه به یې وزغمي او ډیرې قربانۍ به ورکړي. په افغانستان کې هم د قانون شتوالی او هم د قانون حاکمیت اساسي پوښتنې دي ځکه چې کله یو نه و او کله بل.
له بلې خوا په هغه هېواد کې چې د سواد کچه ټیټه وي او ښوونیز نظام یې اغېزناک نه وي ، د ورځپاڼو د لوستلو کلتور به پکې پیکه وي او ژورنالېزم به له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي، په تېره بیا هغه خپلواکې ورځپاڼې چې له دولتي امکاناتو او عمومي سرچینو ګټه نه اخلي. برعکس، ژورنالېزم په هغو ټولنو کې چې د لوستلو او لیکلو لوړه کچه لري کولای شي پر لوړ عاید لرونکې دندې بدل شي او د پاموړ اقتصادي ګټې ولري؛ خو په افغانستان کې کله هم داسې نه دي شوي.
دا هم باید ورسره زیاته کړو چې د مسلکي ژورنالېزم اصولو ته ژمنتا او وفاداري پخپله یوه بله ازموینه ده. د ژورنالېزم برخه هم د بلې هرې مسلکي برخې په څېر له زیانمتیاوو سره مخ ده او یو لوی زیان یې دا دی چې په دې کار کې مسلکي اصول او ضوابط تر پښو لاندې شي او اساسي ارزښتونه یې د لنډمهالو چارو او ورځنیو محاسبو قرباني شي.
په افغانستان کې د ژورنالېزم ستونزې یوازې په هغه څه پورې چې نغوته ورته وشوه، محدودې نه دي او په عمل کې تر دې ډېرې دي او له همدې امله ډېر کسان او بنسټونه د دې برخې د ستونزو په احساسولو سره مجبورېږي چې د لېوالتيا له لرلو سره سره، دا کار پرېږدي او د تل لپاره ورسره مخه ښه وکړي. کله چې ټولنه تر استبدادي او ځپونکې واکمنۍ لاندې راشي او ژورنالېزم له خپل ژوند سره پر لوبې کولو بدل شي، د ناورین اوج ته رسېږو. هغه څه چې افغانستان یې اوس شاهد دی.
له ټولو هغو ستونزو سره سره چې نغوته ورته وشوه، ۸صبح وکړای شول چې په اتلسو کلونو کې له پيچومو پر ډکه لاره مزل وکړي او د بیان د ازادۍ، د قانون د حاکمیت، ډيموکراسۍ، بشري حقونو، له فساد سره د مبارزې، متوازنې پرمختیا او پرمختګ غوښتنې په څېر د پرتمینو ارزښتونو ډېوه بله وساتي. که څه هم د ۸صبح په لاره کې په پرلپسې ډول سختې ننګونې موجودې دي، خو مسلکي کار ته یې ژمنتیا نه ده کمه شوې او دې نیکمرغې لارې ته یې د دوام ورکولو هوډ ټکنی شوی او کمزوری شوی نه دی. پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو وروسته، ۸صبح له بې سارو ستونزو سره مخ شوه، کارکوونکي يې تر تعقیب لاندې ونیول شول، د دې ډلې لخوا يې په ډيجيټل فضا کې پاڼې وتړل شوې او بېلابېلې ستونزې يې ورته رامنځته کړي، خو په غوره کړې لاره کې یې د هغې پر ژمنتیا او استقامت کوم اغېز نه دی لرلی او دا ننګونې د دې لامل نه شوې چې د مبارزې بیرغ پر ځمکه کېږدي. ۸صبح به په هماغه قوت سره د بیان د ازادۍ سنګر لرونکې وي او د افغان ولس غږ به منعکسوي.
د ۸صبح پاڼو ته په پراخه کچه د افغان تحصیل کړو مخه کول او د خورا ډېرو لوستونکو او مخاطبانو هرکلی چې اوس له درې میلیونو اوښتي دي، د دې واقعیت ښکارندویي کوي چې مطلوب ارزښتونه خورا ډېر پلویان لري. دا سمه ده چې اوس پاڼه اوښتې ده او د بیان د ازادۍ ضد ډله پر هېواد واکمنه شوې ده او یادشوي ارزښتونه د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي، خو له بلې خوا په ډاډ سره ویلای شو چې د افغانستان پرمختګ پالي ځواکونه لاهم له خپلو پخوانیو ارمانونو سره مینه لري او د منځنیو پېړیو له تیارو او انسداده د هېواد د خلاصون هیله لري.
له دې نه انکار نه شي کېدای چې هر کار له نيمګړتياوو سره مل وي، په تېره بيا د افغانستان په څېر په جګړه ځپلي او کړکېچن چاپېريال کې، او ۸صبح ځان له دې قاعدې مستثنی نه ګڼي، بلکې تل يې په ورین تندي د رغنده نيوکې هرکلی کړی او د هر ې نیوکې او وړاندیز پر مخ به یې غېږه پرانېستې وي.
۸صبح ځان د قلم او فکر د ټولو هغو خاوندانو پوروړې ګڼي چې که د رسمي همکارانو په توګه وي او که د رضاکارانو په توګه تل یې په خپلو ژوند بخښوونکو فکري پنځونو سره د هغې پاڼې د لوستلو وړ او ښکلې ساتلې دي، په ځانګړې توګه د اروا ښاد استاد قسیم اخګر چې یو له ازادو روښانفکرانو و او نوم یې له ۸صبح سره تلپاتی تړاو لري.