• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳ تله ۱۴۰۵ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د طالبانو لخوا د ټلویزیونونو تړل، د خپلو او پردیو تنګې پولې

۸صبح ۸صبح
۲۶ غبرګولی/جوزا ۱۴۰۳ - ۱۵ جون ۲۰۲۴ [t_time:1718435494]

د نور ټلویزیون له تړل کېدو لا څو ورځې تېرې نه وې چې طالبانو د تمدن ټلویزیون شا ونیوله او د هغه پر فعالیت یې بندیز ولګاوه. د رسنیو، یعنې هرې رسنۍ د فعالیتونو مخنیوی چې په هرې تګلارې سره وي، د بیان د ازادۍ، د اطلاعاتو د ازادۍ او د مدني ازادیو د ارزښتونو خلاف کار دی. د هرې وړې یا لویې، تصویري یا غږیزې ولایتي یا هېوادنۍ رسنۍ تړل له دې پلوه چې د ازادیو نقض دی، یو خطرناک عمل دی او ټولنه د لا زیات استبداد، لا ډېرې وېرې او لا ډېرې پلان شوې ځپنې پر لور بیایي. پر افغانستان د دې ډلې د واکمنۍ له پيلېدو راهیسې د طالبانو دریځ دا دی چې د ژورنالیسټیکو بنسټونو  کار لا ډېر محدود کړي او د بیان ازادي پر وړاندې فضا لا پسې تنګه کړې. دې ډلې په سیستماټیک ډول د بیان ازادي پر ستوني پښه اېښې ده او د دې ښکارندې د غږ تر غلي کولو او له منځه وړولو پورې به له دې کاره لاس وانخلي.

د یادو شویو ټلویزیونونو تړل نور اړخونه هم لري چې په ځانګړي ډول له «تېره د زده کړې» او له تېرو تیروتنو د عبرت اخیستو لپاره خورا مهم دي، څو که ژر نه وي، نو لږ تر لږه له طالبانو د وروسته سبا لپاره پکار راشي او له ملا ماتوونکو تېروتنو ډډه وشي. د جمهوریت په دوره کې چې په هېواد کې یو ډول کاواکه ډیموکراسي رامنځته شوه او پر رسنیو  د وېرې او ځپنې حاکمه فضا تر ټولو ټيټې کچې ته رسیدلي وو او د ژورنالیسټیکو فعالیتونو زمینه په پراخه توګه برابره وه، نو تمه کېده چې ټول رسنیز او ژورنالیسټیک بنسټونه لږ تر لږه د خپل پايښت او خپلې وجودي فلسفې ته د درناوي په پار د دغو ارزښتنو ساتلو ته ژمن پاتې شي او د ټولنې په کچه یې د بنسټیز کولو هڅې وکړي. په خواشینۍ سره یو شمېر رسنۍ د ایډیالوژیکو ګروهنو په لرلو او یا هم د خپلو مالي ملاتړو د تګلارو په تعقیبولو سره چې د ډیموکراسۍ مخالف وو، د ډیموکراسۍ پر څانګه اره په لاس ناستې وې او د هغې پرې کولو ته یې ملا تړلې وه او داسې ښکارېده چې ګواکې ځان ته یې د دې ښکارندې تر ناکامولو ستر رسالت نه و ټاکلی.

د بنسټپالو ډلو او ایډیالوژیکو خوځښتونو په کار کې تناقض اوږده مخینه لري او په ډېرو کې لیدل کېدای شي، د ایران له توده ګونده نیولې چې د ولایت فقهې متحد شو څو له سیاسي ډګره خپل لېبرال سیالان لېرې کړي د شاهي رژیم تر ړنګېدو وروسته د مصر تر اخوان المسلمین پورې چې د سیکولر ګوندونو د له مینځه وړو لپاره یې د ازادو افسرانو نظام ته د ملګرتیا لاس ورکړ. دغو خوځښتونه دا فکر نه کاوه چې که کله ازادي لمنځه ولاړه او مدني حقونه تر پښو لاندې شول او د خلکو د اساسي ازادیو د ساتنې نړیوال کنوانسیونونه له پامه وغورځول شول، دا اور به د دوی تر لمنې هم ورسېږي او د استبدادي نظام پر وړاندې به بې وسلې شي. کله چې د ټولنې یوه برخه له ازادۍ بې برخې شي، هېڅ تضمین نشته چې په بله برخه کې یې دوام ومومي. استبدادي او ځپونکی نظام تل ورانوونکی او مرګونی دی او کله چې دا نظام واکمن او پياوړی شي، ان د ځپونکي نظام  تر ټولو نږدې متحدین هم تر ستوني تېروي او د هغوی وجود ختموي.

دا خندوونکی او په عین حال کې مرګونی تناقض دی چې رسنۍ د بیان د ازادۍ د تر ټولو مهمې وسیلې او د ډیموکراسۍ د څلورمې ستنې په توګه پخپله د بیان د ازادۍ او د هېوادوالو د بنسټیزو ازادیو د ارزښتونو پر دښمنانو بدلېږي او د ډیموکراسۍ راپرځول خپله موخه ګرځوي. دا ډول خامه او عاقبت ته یې نه فکر کوونکې کړنلاره له یوې خوا نمک ناشناسانه او غیر اخلاقي ده، ځکه چې د بیان له ازادۍ سره د دښمنۍ لپاره د بیان له ازادۍ ګټه اخیستنه او د ډیموکراسۍ د له منخه وړلو لپاره له ډیموکراسۍ استفاده ده او له بلې خوا غیر عقلاني کار دی، ځکه په پای کې پخپله د دغو بنسټونو د له منځته تلو لامل کیږي، یعنې خپل قبر پخپله کني. دا یو درس دی چې باید له بنسټپالنې او مذهبي افراطیت سره له تړلو یو شمېر رسنیو زده شي او په راتلونکي کې یې د تکرار مخه ونیول شي.

ښایي له دغو رسنیو ځینې به یې له اوسنیو واکمنانو سره په یوه لیکه کې له درېدو ځان سپين وښيي او لږ تر لږه دا ادعا وکړي چې د طالبانو د تبلیغاتي فعالیت برخه نه وې، خو د جمهوريت په دوره کې دا څرګنده شوه چې یو شمېر رسنۍ د خپل وینا دود( ډيسکورس) په اډانه کې  د طالبانو کرښه تعقیبوله او شنونکو د نرم طالبانیزم د مرکزونو په توګه پېژندلې. دا ډول رسنیو د هغه وخت د شته وضعیت پر وړاندې د عامه ذهنونو مسمومول د خپل ماموریت یوه برخه ګڼله او څومره چې یې کولای شول د ډیموکراسۍ، د بیان ازادۍ، بشري حقونو او دې ته ورته ارزښتونو د بې باوره کولو په هڅه کې وو. هغوی د دغو ارزښتونو په وارداتي بللو او د لوېدیځ د ارزښتونو په ټولګې پورې د هغو په منسوبولو سره په پرلپسې ډول خلک وېرول چې ګواکې ديني او ملي هويت یې له خطر سره مخ شوی او افغانستان د لوېدیځ کېدو پر لور روان دی. دا په داسې حال کې وه، چې په هغه وخت کې د بنسټپالو بنسټونو غږ تر نورو غږونو لوړ و او په پارلمان، دولتي ادارو، ښوونیزو بنسټونو او ان په رسنیو کې د بېلابېلو بنسټپالو ډلو نفوذ خورا پراخ و او کولای یې شوی چې د بېل فکر لرونکو پر وړاندې له یو ډول ځپلو کار واخلي.

د جمهوري نظام سقوط یوازې د جګړې په ډګر کې نه و، بلکې کلونه وړاندې پیل شو، ځکه چې د ډیموکراسۍ مخالفې رسنۍ او تبلیغاتي مرکزونه بریالي شول چې له طالبانو سره په نا لیکل شوي اتحاد کې له دې ډلې سره ګډ سنګر خپل کړي او په ټولنه کې د نویو ارزښتونو د پایښت مخه ونیسي.  که د طالبانو په پیاوړتیا او د طالبانو د وینادود په ترویج کې د ډیموکراسۍ ضد رسنیو رول وڅیړل شي، نو څرګنده به شي چې هرې یوې دا ډول رسنۍ تر خپله وسه هغه جګړه مخته بیوله چې نظامي برخه یې د طالبانو پرغاړه او تبلیغاتي برخه یې د تبلیغاتي، ښوونیزو او اطلاعاتي دستګاوو پرغاړه وه.

هغه درس چې ټول اړخونه یې د افغانستان له غمیزې زده کولای شي دا دی چې د بیان ازادۍ، ډيموکراسي او بشري حقونو په څېر ارزښتونه هېڅ بدیل نه لري. دا ارزښتونه له دې امله تر ټولو ممکن انساني ارزښتونه دي چې ان خپلو مخالفینو ته د خبرو کولو او دریځ څرګندولو زمینه برابروي. یوازې د دغو ارزښتونو ساتنه ده چې د ټولو ډلو او ټولو سلیقو لپاره فرصت برابریږي او ټولنه یوه سوله ییز ژوند ته رسیږي. یوازې د ریښتینې ډیموکراسۍ تر سیوري لاندې د یو بل منلو زمینه برابرېږي او یوه خاوره به د هغې په ټولو اوسېدونکو پورې اړونده وي. استبدادي نظامونه او انحصارپالې ایډیالوژۍ چې د کار بنسټ یې پر خپلو او پردیو د وګړو پر وېش ولاړ دی، خپله دایره دومره تنګوي چې ان خپل پروني متحدین هم له دې دایرې باسي او که اړتیا یې احساس کړي، له تېغه یې تېروي. د بنسټپالنې او ډیموکراسۍ تر منځ توپیر فرانسوي مشهور فیلسوف ولټر ته په منسوبې دې خبره کې لیدلای شو چې ویلي وو: «زه له تا سره مخالف یم، خو چمتو یم چې ساه ورکړم څو ته خپله خبره وکړي.» خو بنسټپال خپل ژوند د دې لپاره له لاسه ورکوي چې مخالفین یې خبرې ونه کړي. هغوی که اړتیا وویني، ځانمرګی به یې وکړي څو د خپل مخاف غږ چوپ کړي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل کېدل
سرکرښې

د سپينې ماڼۍ نوې اداره او په افغانستان کې د وېرې او هیلې څپه

۶ ليندۍ/قوس ۱۴۰۳ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۴ [t_time:1732605730]
افغانستان او د مطبوعاتو ځپل
سرکرښې

د افغانستان کړکېچ؛ د واکمنانو له استبداده د مخالفانو تر بې کفایتۍ

۲۷ لړم/عقرب ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴ [t_time:1731826023]
افغانستان او د مطبوعاتو ځپل
سرکرښې

له دوحې تر ویانا، له وېرې تر هیلې

۳ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۳ - ۲۳ جون ۲۰۲۴ [t_time:1719120283]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • د ځمکې د مالکیت پر سر شخړه؛  په کابل کې د طالبانو یوه جنګیالي دوه وروڼه ووژل

    د ځمکې د مالکیت پر سر شخړه؛ په کابل کې د طالبانو یوه جنګیالي دوه وروڼه ووژل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په غزني کې د ځمکې ښویېدنې پېښه؛ دوه کسان مړه شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • وسله‌والو غلو په کابل کې یو ځوان وژلی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.