پکتیکا: په پکتیکا کې سیمهییزې سرچینې خبر ورکوي چې د دغه ولایت په ګومل ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې له خوا یو موټر په نښه شوی دی.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې دا پېښه شنبه د غبرکولي پر ۱۲مه ماښام مهال د ګومل ولسوالۍ په ترخه سیمه کې رامنځته شوې ده.
په دغه برید کې د وسلهوالو کسانو موټر په نښه شوی دی.
سرچينې مني په دغه بريد کې اته وسلهوال د وژل شوي دي.
تر اوسه د دغه برید د قربانیانو هویت نه دی څرګند شوی او طالبانو هم په دې هکله څه نه دي ویلي.
دغه راز تر اوسه معلومه نه ده چې دغه الوتکه د کوم هېواد ده.
تر دې دمخه هم د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د پاکستاني پوځ له لوري څو ځلې د ټيټيپي پر غړو ورته بریدونه شوي دي.