۸صبح، کندهار: د کندهار سیمهییزې سرچينې یو وار بیا په دغه ولايت کې د بېپيلوټه الوتکې د ګزمې خبر ورکوي.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دغه الوتکه دوشنبه د غويي ۳مې له سهاره راپدېخوا د کندهار په اسمان کې ګزمه کوي.
تر اوسه نه ده څرګنده چې دا الوتکه له کوم هېواده د افغانستان هوايي حریم ته دننه شوې ده.
دوه ورځې دمخه هم یوې بېپیلوټه الوتکې څو ساعته د پروان په فضا کې ګزمه کړې وه.
په دې وروستیو کې نیمروز، کندهار، پکتیکا، پنجشېر، هرات او بدخشان ولایتونه د بېپیلوټه الوتکو د ګزمې شاهدان دي.
څه موده وړاندې د طالبانو وياند ذبيحالله مجاهد د نيمروز او کندهار په فضا کې د بېپيلوټه الوتکو ګزمې منلې وې.
د طالبانو غایب مشر ملا هیبتالله اخوندزاده د وري پر ۱۴مه په کندهار د بېپيلوټه الوتکو د ګزمو د وېرې له کبله د ۲۰۵ قول اردو اړوند کمپ ته لېږدول شوی و.