۸صبح، کابل: د روسیې یو امنیتي چارواکی وایي، چې له افغانستانه منځنۍ اسیا ته د نشه یي توکو د قاچاق کچه د تېر زېږدیز کال په پرتله زیاته شوې.
د روسیې د امنیت ریاست لومړی مرستیال او د دغه هېواد د پوله ساتو ځواکونو رییس ولادیمیر کولیشوف اعلان کړی، چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د نشه یي توکو قاچاق دوه برابره زیات شوی دی.
د هغه په وینا، په تېر زېږدیز کال کې یوازې په تاجکیستان کې درې زره او ۵۰۰ ټنه نشه یي توکي ونیول شول. هغه زیاته کړې، دغه شمېر په ۲۰۲۰ کال کې یو زر او ۷۰۰ ټنو ته رسېدلی و.
ریانووسټي خبري اژانس د دغه روسي چارواکي له قوله ویلي، چې اوسمهال د افغانستان وضعیت پېچلی دی او دغه هېواد د بېلابېلو نړیوالو ترهګرو سازمانونو د ډلو تر اغېزې لاندې دی.
هغه زیاته کړې: «دا شرایط په افغانستان د ناورین د زیاتېدو او د نشه یي توکو په تولید کې د جنایتکارو ډلو د فعالیت ډېرېدو او همداراز ګاونډیو هېوادونو ته د نړیوالو ترهګرو په دننه کېدو کې مرسته کوي.»
هغه همداراز ویلي، چې د روسیې پوله ساتي ځواکونه له تاجکیستاني، قرغیزستاني او قزاقستاني شریکانو سره نږدې همکاري لري او په ځینو مواردو کې د نشه یي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې لپاره فعالیتونه ترسره کوي.