۸صبح، کابل: د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) د تخلیې بهیر پر مهال کابل کې پر یوه کور د هوايي برید ویډیو خپره کړې ده.
نیویارک ټایمز دا ويډیو د امریکا مرکزي قوماندانۍ ته تر شکایت وروسته ترلاسه کړې او هغه یې چهارشنبه د مرغومي پر ۲۹ په خپله پاڼه کې خپره کړې ده.
ګارډین ورځپاڼې د نیویارک ټایمز له قوله لیکلي، دا ویډیو ۲۵ دقیقې ده، چې کابل کې پر یو کور د امریکايي ځواکونو د هوايي برید جریان ښيي. دې برید کې د اوو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ نهه غړي ووژل شول.
امریکايي چارواکو هغه مهال ویلي و، چې داعش له دغه کوره یو ځل بیا غوښتل پر کابل هوايي ډګر برید وکړي، خو پنټاګون لږ وروسته دا پېښه «غمجنه تېروتنه» یاده کړه.
خپره شوې ویډیو کې یو موټر ښکاري، چې یو کور کې ولاړ دی او له برید وروسته یو شمېر کسان ښيي، چې د پېښې ځای کې راټول شوې دي.
د یادولو ده، چې پر کابل هوايي ډګر د داعش له بریده درې ورځې وروسته دا هوايي برید شوی دی. هغه مهال امریکا اعلان کړې و، چې د داعش پر یو پټنځای یې برید کړی، خو وروسته روښانه شوه چې هلته داعش نه و او وژل شوي ټول ملکیان و.