۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یواېنډيپي) وايي چې افغانستان له وچکالۍ او اقلیمي بدلون څخه کړېږي او باید له دغه هېواد سره د مرستې لپاره اغېزمن اقدامات ترسره شي.
یواېنډيپي دا څرګندونې دوشنبه د غويي پر ۳مه د «ځمکې ورځې» په مناسبت په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي دي.
د نوموړي سازمان په خبره، ۷۹ سلنه افغان کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د ځمکې ورځې په مناسبت ویلي چې اقلیمي بدلون، د هوا ککړتیا او د ژوند تنوع ځمکه ګواښي.
ګوترېش د اقلیمي بدلون او له هغې څخه د رامنځته کېدونکو پېښو پر وړاندې د ځمکې د ساتنې غوښتنه کړې ده.
د یادونې ده چې افغانستان د هغو ۱۰ هېوادونو په ډله کې دی چې د اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو له کبله ډېر زیانمن شوي دي.