د خیبرپښتونخوا ایالت ویاند محمدعلي سیف ویلي، هغه افغان کډوال چې په قانوني توګه په پاکستان کې مېشت دي، د ځورولو او ایستلو مخنیوی یې باید وشي.
سیف دا څرګندونې یکشنبه د غويي پر ۳مه له پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې کړې دي.
د خیبرپښتونخوا ایالت ویاند ټینګار کړی چې د قانوني اسنادلرونکو افغان کډوالو ایستل د «دواړو هېوادونو اړیکو» ته زیان رسوي.
د ده په خبره، ټول هغه افغانان چې په دغه ايالت کې په ناقانونه توګه اوسېدل، ایستل شوي دي.
هغه څرګنده کړې: «د ناقانونه افغانانو ایستل حتمي و، خو نه شو کولای هغو افغانانو سره چې دلته په قانوني توګه اوسېږي، دا ډول چلند وکړو.»
د خیبرپښتونخوا د ځايي حکومت ویاند خبرداری ورکړی چې د قانوني اسنادلرونکو افغانانو پر وړاندې هر ډول اقدام به «زموږ او افغانستان ترمنځ کرکه، ناسم پوهاوی او بېباوري رامنځته کړي.»
د پاکستان حکومت له دغه هېواده د افغان کډوالو او پناهغوښتونکو د جبري ایستلو دويم پړاو د وري میاشتې پر ۲۷مه پیل کړ.
له پاکستانه د کډوالو د ایستلو په لومړي پړاو کې شاوخوا ۵۵۰ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.