۸صبح، هرات: د لوی اختر له رارسیدو سره سم، په هرات کې طالبانو په دغه ولایت کې د چاودنې د احتمال خبر ورکړی دی.
د طالبانو د یوه چارواکي د غږیز کلپ له مخې چې یکشنبه د غبرګولي پر ۲۷مه، ۸صبح ورځپاڼې ته رسېدلې، هغه د دغې ډلې جنګیالیو ته د اختر په ورځو کې د چاودنو خبرداری ورکوي.
دغه طالب چارواکی وايي چې د کشفي راپورونو له مخې، د اختر په ورځو کې په «چوکونو او واټونو» کې د ماین اېښودل کېدو احتمال شته.
هغه ټینګار کړی دی چې د طالبانو رنجر او پوځي موټرونه به د چسپکي ماینونو په مټ په نښه کړای شي.
طالبان په داسې حال کې په هرات کې د چاودنو د احتمال خبر ورکوي چې په تېرو څو ورځو کې یې د داعش ډلې د غړیتوب په تور خپل اته غړي نیولي دي.
طالبانو له نن سهار راهیسې د هېواد په ځینو برخو کې مخابراتي شبکې بندې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان تل په هېواد کې د سراسري امنیت د ټينګښت ادعا کوي.