د پخواني حکومت یو شمېر پوځيان چې په ایران کې مېشت دي، وايي چې له دغه هېواده تر جبري ایستلو وروسته ښايي د طالبانو به لومه کې راګیر شي. د هغوی په خبره، طالبانو ډېری پخواني پوځيان چې په زور له ایرانه ایستل شوي، تر پوښتنو ګروېږنو لاندې راوستي او ان کله یې بندیان یا ترور کړي دي. دا پخواني پوځيان ټينګار کوي چې طالبان د خپل مشر ټولبښنې ته ژمن نه دي او په وینا یې، په «غچاخیستونکو» کړنو لاس پورې کوي. هغوی د بشري حقونو له ملاتړو بنسټونو او هېوادونو غواړي چې د پخوانيو دولتي سرتېرو او د دوی د کورنيو له پرلپسې تعقيب، نيولو، شکنجې، سپکاوي او وژلو له امله دې پر دغې ډلې نړيوال فشارونه زيات کړي.
د پخواني حکومت زرګونه پوځيان چې د بېوزلۍ او امنیتي ننګونو له کبله ایران ته تللي، لا هم د طالبانو تر څار، نیولو، شکنجې، سپکاوي او وژنو له ګواښ سره مخامخ دي.
طالبانو د پخوانیو امنیتي ځواکونو د غچاخیستنې لړۍ په دوام د پخواني حکومت د محلي پولیسو یو غړی چې تازه له ایرانه شړل شوی و، تېره اوونۍ په پروان کې نیولی او له یوې شپې ورځې ربړونې وروسته یې ازاد کړ؛ خو نوموړي یوه ورځ وروسته ساه ورکړه.
د محلي پولیسو دا غړی فواد نومېده او د بګرام ولسوالۍ اړوند د «چوببخش» کلي اوسېدونکی و. د سرچینو په خبره، طالبانو دا پخوانی پوځي له مرګ یوه ورځ وړاندې داسې مهال خپلې کورنۍ ته سپارلی دی چې روغتیايي حالت یې ښه نه و.
یو بل پخوانی پوځي چې ناظر نومېده، په پروان کې د طالبانو له یو کلن بنده تر ازادېدو وروسته ساه ورکړې ده. نوموړی هم د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته ایران ته تللی و؛ خو د ایراني پولیسو له خوا په زور شړل شوی و.
دغه پخواني پوځي جمعه د غويي پر ۷مه د جبلالسراج ولسوالۍ اړوند په «خواجهمحمدخېل» کلي کې ساه ورکړې ده. د سرچینو په خبره، دا پخوانی پوځي شاوخوا یو کال وړاندې درې وارې نیول شوی او په جبلالسراج کې د طالبانو په امنیې قوماندانۍ کې په «بېرحمۍ» ربړول شوی و.
سرچینې زیاتوي چې دا پخوانی پوځي د طالبانو له بنده تر ازادېدو څو میاشتې وروسته «شل/فلج» شوی و. په زندان کې د نوموړي ملا ژوبله شوې وه. ناظر د پخواني حکومت د کورنیو چارو وزارت ځواکونو غړی و او د چاریکار ښار په درېیمه امنیتي حوزه کې یې دنده لرله. له دغه پخواني پوځي پنځه اولادونه پاتې شول.
پر دې سربېره، طالبانو پروسږکال د مرغومي پر ۲۷مه د پخواني حکومت یو سرتېری د کابل ښار د دشتبرچي اړوند په ۲۰ متره سړک کې وواژه. دا پخوانی پوځي عليګل حسني نومېده او د غزني ناور ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و. عليګل هم له ایرانه تر راتګ څه موده وروسته په کابل ښار کې وژل شوی دی.
دغه راز، طالبانو د پخواني حکومت سلګونه پوځیان له ایران تر راتللو وروسته یا د لارې په اوږدو کې یا هم د اوسېدو له ځایه نیولي دي.
ځيني پخواني پوځيان چې په ایران کې مېشت دي، وايي چې که له دغه هېواده وشړل شي ښايي د طالبانو منګولو ته ولوېږي.
د پخواني حکومت د ځانګړو ځواکونو یو قوماندان چې د حکومت له پرځېدو وروسته ایران ته تللی، وايي چې طالبانو د پخواني حکومت ډېری نظامیان چې له ایرانه افغانستان ته اخراج شوي، تر پوښتنو ګروېږنو لاندې راوستي او ځیني وخت یې په دوامداره توګه نیولي یا ترور کړي دي. نوموړي له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې ټينګار کړی چې طالبان د خپل مشر ټولبښنې ته ژمن نه دي او په وینا یې، «غچاخیستونکې» کړنې کوي.
دا پخوانی پوځي زیاتوي: «پخواني نظامیان او کورنۍ یې خپل امنیت له لاسه ورکوي او د طالبانو له خوا ربړول کېږي. د کاري بوختیاوو کمی بیا د کورنیو لپاره ناوړه اقتصادي حالت رامنځته کړی دی.» نوموړی وايي چې په هېواد کې د پخواني حکومت سرتېرو لپاره شرایط برابر نه دي.
دا پخوانی نظامي د اندېښنې په څرګندولو وايي: «دمګړۍ له ایران شړل شوي زرګونه پخواني پوځيان د طالبانو په بندخونو کې ربړول کېږي. که زه هم له ایرانه وشړل شم، له شک پرته وژل کېږم. طالبان په چل ول پخواني نظامیان نیسي.»
بلخوا، یو پخوانی پوځي چې پنځه میاشتې یې د طالبانو په بند کې تېرې کړې دي، وايي: «د طالبانو انګېرنه د پخواني حکومت له هغو نظامیانو څخه چې ایران ته تللي دا ده چې هغوی په ایران کې پېچکاري شوي او هېواد ته له راتګ وروسته د دغې ډلې له مخالفانو سره یوځای کېږي. داسې نه ده او پخواني پوځيان په ایران کې هم ښه ورځ نه لري.»
نوموړی زیاتوي: «په میاشتو بندي وم او زما پر وړاندې یې له سختو ربړونو هم لاس وانخیست. تر دې پورې چې ۱۵۰ زره افغانۍ رشوت مې ورکړ او له زندانه ازاد شوم. اوس هم په ډار ژوند کوم.»
دا پخواني پوځيان د نظامیانو حقونو له ملاتړو بنسټونو غواړي چې د یو منظم پروګرام له لارې له پخوانیو افغان سرتېرو ملاتړ وکړي او د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړاوي، ناقانونه نیول کېدو او وژنو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.
عبدالله (مستعار نوم) د پخواني حکومت یو سرتېری و. هغه له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وویل: «اړتیا ده چې پر طالبانو د نړیوالو ټولنې فشارونه زیات شي او هېوادونه په ځانګړې توګه امریکايي چارواکي دې د هغوی د نیولو، ربړولو، وژلو او سپکاوي د مخنیوي لپاره جدي ګام پورته کړي.»
پخواني پوځيانو غوښتنه کړې چې د طالبانو له زندانونو څخه د پخوانيو پوځيانو د ازادېدو لپاره دې څارنه وشي.
له دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) د بشري حقونو د وضعیت په هکله په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي چې د طالبانو مشر د عمومي بخښنې پر ژمنو د ټینګار سره سره، په دغه هېواد کې د پخوانیو حکومتي چارواکو او سرتېرو وژنې، نیونې، ناقانونه توقیفونه، شکنجې او ناوړه چلند دوام لري.
بلپلوه، طالبانو بیا ناقانونه وژنې رد کړې دي او ویلي دي چې عمومي عفو په ټولییزه توګه عملي ده او که کومې پېښې شوې وي، د انتقام اخیستلو ځيني شخصي او نامالوم موارد به وي.