۸صبح، کابل: د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې طالبانو په خوست کې درې سیمهییز خبریالان له شپږ ورځني بند وروسته ازاد کړي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې اسماعیل سعادت، وحیدالله معصوم او احسانالله تسل یکشنبه د غويي پر ۹مه د ماسپښين شاوخوا ۲:۰۰ په خوست کې د امنیې قوماندانۍ له بنده خوشې شوې دي.
دغه بنسټ د نیول شویو خبریالانو له ازادېدو هرکلی کړی او ټينګار یې کړی چې له پېله د دوی نیول ناقانونه و او باید ازادي یې ترې نه وای اخیستل شوې.
د خبریالانو مرکز زیاته کړې چې له خبریالانو هر ډول شکایت باید د رسنیو قانون او رسنیزو سرغړونو او شکایتونو ته د رسېدګۍ کمېسیون له لارې وڅارل شي.
دا په داسې حال کې ده چې په خوست کې د امر باالمعروف او نهی عنی المنکر ریاست تېره اوونۍ ویلي چې په دغه ولایت کې درې نیول شوي خبریالان محکمې ته ورپېژني.
نوموړي ریاست زیاته کړې چې نیول شویو خبریالانو د دغه بنسټ خبرداري له پامه غورځولي او په راډیويي خپرونو کې یې د موسیقۍ او ښځو غږونو په خپرولو جرم کړی.
طالبانو په خپله نږدې درې کلنه واکمنۍ کې پر رسینو او خبریالانو پراخ محدودیتونه لګولي دي.