پرون رسنیو د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده یو غږیز کلپ خپور کړ چې پکې نوموړی د کندهار ښار د امنیتي حوزو له امرانو سره د امنیتي ګواښونو په تړاو خبرې کوي. د رسنیو د راپورونو له مخې ملا هبت الله د کندهار ښار د امنیتي حوزو امرانو ته امر کړی چې په دغه ښار کې د داعش حضور په دقیق ډول وارزوي. هغه دغه راز ویلي، که د طالبانو د ډلې کوم چارواکی د کندهار ښار د امنيتي حوزو د امرانو په کارونو کې لاسوهنه وکړي، نو باید ژر تر ژره د هغه دفتر ته خبر ورکړل شي.
دا غږیز کلپ د وضعیت خرابوالی ښیي. دا کلپ ښیې چې په تېرو دوه نیمو کلونو کې د داعش ګواښ خورا زیات شوی او ان د دې ډلې مشر یې چې تل په تیاره او انزوا کې ژوند کوي، دې ته اړ کړي چې پخپله اقدام وکړي. دا چې نوموړی د کندهار ښار د امنیتي حوزو له قوماندانانو سره پخپله مستقیمې خبرې کوي او امر ورته کوي هغه هم د مخابرې له لارې، په دې مانا ده چې د طالب جنګیالیو په لیکو کې د باور کچه هم ډېره ټيټه ده ده. که ملا هبت الله د خپلې ډلې پر چارواکو باور لرلای، نو د امنیتي حوزو د قوماندانانو له لارې به یې د داعش د ګواښ په څېر موضوع نه څېړله، بلکې دا مسأله به یې خپل دفاع وزیر ته سپارله چې څېړلې یې وای او ښايي په پای کې به یې ترې راپور غوښت. اوس هبت الله نه ریاستالوزرا ته خپله خبره کوي او نه کابینې او نه هم خپلو هغو امنیتي ارګانونونو ته چې په خورا دبدبه کې په کابل کې فعال دي. دا ښيي چې هغه د خپلې ډلې د امنیتي چارواکو له فعالیتونو ناهیلی او پرې بې باوره دی.
د طالبانو له واکمنېدو څه باندې دوه نيم کاله تېرېږي او په دې موده کې د داعش خراسان ډله په پرلپسې توګه پياوړې شوى او د خپلو ترهګریزو فعاليتونو لمن یې پراخه کړې ده. همدا عامل پخپله ښيي چې د طالبانو امنیتي بنسټونه له داعش خراسان سره په مبارزه کې پاتي راغلي دي. له دې ناکامۍ وروسته ملا هبت الله شخصاً پخپله اړ کیږي چې د امنیتي اندېښنو د لېرې کولو لپاره د هغه ښار د امنیتي حوزو له آمرانو سره اړیکه ونیسي چې پخپله پکې ژوند کوي.
بله مسأله چې له دغه غږیز کلپه درک کېدای شي دا ده چې د طالب چارواکو ترمنځ د داعش د نفوذ احتمال جدي دی. په دې کلپ کې ملا هبت الله د کندهار ښار د امنيتي حوزو قوماندانانو ته ويلي، چې که طالب چارواکي په دغه ښار کې د داعش د حضور په تړاو ارزونه کې لاسوهنه وکړي، نو ژر دې د ده دفتر ته خبر ورکړي. داسې ښکاري چې د طالبانو په ډله کې د داعش د نفوذ په اړه د شنونکو وړاندوینې رښتیا شوې دي، ځکه چې د طالبانو ډله له داعش ډلې سره د ډېر ورته والي له امله د دې جوګه ده چې داعش پکې نفوذ پیدا کړي. یوځل په کندهار کې د طالبانو د استخباراتو د ریاست آمر هم له داعش سره د همکارۍ په تور ونیول شو. په هغو مواردو کې چې داعش د بلخ د والي او په بغلان کې د دغې ډلې د پخواني امنیه قوماندان او دغه راز د بدخشان د والي د مرستیال په ګډون طالب چارواکي په نښه او ووژل، له داعش خراسان سره د طالبانو د ځينو غړو د همکارۍ احتمال مطرح شو. که د طالبانو له لیکو له داعش بریدګرو سره همکاري نه وای شوې، نو دا سخته وه چې بریدګر د بلخ د والي دفتر ته ځان ورسوي.
له بلې خوا طالب چارواکي له دې امله چې په تېرو درېیو کلونو کې یې هېڅکله د داعش پر ضد پراخ پوځي عملیات نه دي کړي د افغان ولس تر شک لاندې دي او اوس داسې ښکاري چې ملا هبت الله هم د خپلو امنیتي چارواکو په تړاو همدا شک لري، په همدې دلیل یې په کندهار ښار کې د داعش د حضور د اروزنې په مسأله کې د دې ډلې د ځينو چارواکو د لاسوهنې اټکل وکړ او د حوزو له آمرانو يې وغوښتل چې د احتمالي لاسوهنې په صورت کې دې ورته خبر ورکړي. دا لاسوهنه احتمالاً د داعش په ګټه کیږي، څو له یوې خوا دغه څېرې له داعش سره خپلې اړیکې پټې کړي او له بلې خوا د ملا هبت الله اقدامات شنډ او بې اغېزې کړي.
ملا هبت الله د خپلې ډلې په اډانه کې د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او د استخباراتو پر ریاست سربېره په کندهار کې یوه شخصي اردو هم جوړه کړې، چې ویل کېږي ۴۰ زره جنګیالي لري. د دې احتمال شته چې نوموړی وغواړي د خپلې ډلې د امنیتي ادارو له ځواکونو پرته د خپلې شخصي اردو په مټ په کندهار ښار کې له داعش سره جګړه وکړي. دا اقدام هم د خپلې ډلې پر امنیتي چارواکو د هغه د باور د نشتوالي له امله هم کېدای شي.
داسې ښکاري چې د داعش ګواښونه ورځ پر ورځ زیاتیږي. طالبانو چې د داعش خراسان له سترو او وحشتناکو بریدونو سره سره یې په افغانستان کې د دغې ډلې حضور په پرلپسې توګه ردولای، اوس یې د فعالیتونو پراختیا ته اندېښمن دي. دا اندېښنې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په وروستیو څرګندونو کې هم لېدل کېدای شي. هغه چې په ځلونو یې په افغانستان کې د داعش حضور رد کړی، اوس د کوم هېواد له نوم اخیستو پرته وايي، چې د داعش خراسان د فعالیتونو په پراختیا کې درې هېوادونه لاس لري. هغه وايي چې له دغو هېوادونو يو يې دغې ډلې ته پناه ځایونه او روزنه ورکوي، بل يې انساني ځواک ورته برابروي او درېيم يې بریدونه ورته پلانوي. داسې بريښي چې له دغو درېیو هېوادونو د نوموړي موخه پاکستان، ایران او تاجیکستان وي.
د ملا هبت الله غږیز کلپ او د امیرخان متقي وروستیو خبرو ته په پام سره داعش د طالبانو له کنټروله وتلی دی. د طالبانو ډله چې په ظاهر کې له امریکایانو سره د داعش د ځپلو لپاره همکاري کوي، په باطن کې له داعش خراسانه د افغانستان د خلکو پر وړاندې د یوه ګواښ په توګه کار اخلي. څرنګه چې داعش د طالبانو پرتله ډېر تاوتریخجن فعالیتونه کوي، نو طالبانو په قصدي توګه نه غواړي چې دا ډله وځپي، څو د هغوی تیت او پرک بریدونه د افغانستان پر خلکو د «بد ترهګر» ګواښ وساتي او په دې توګه «ښه ترهګر» چې پخپله د طالبانو ډله وي، د منلو وړ وګرځوي. د داعش له حضوره انکار او د دغې ډلې د ځپلو لپاره د عملیاتو نه پیلول په همدې مانا بلل کېدای شي. اوس داسې برېښي چې داعش خراسان د طالبانو له ولکې وتلی او په لوی ګواښ بدل شوی دی.
په پای کې دا چې داعش خراسان او نورې ترهګرې ډلې به په افغانستان کې هغه مهال کابو کړای شي چې حضور یې ومنل شي او پر وړاندې یې پراخ بریدونه ترسره شي. د داعش خراسان له حضوره په انکار او سترګې پټولو سره به دغه ډله کمزورې او له منځه لاړه نه شي. تر څو چې ځمکمني واقعیتونه درک او و نه منل شي، د دې ډلې پر وړاندې جدي اقدامات نه کیږي او بلاخره به په هېواد کې نورې وینې وبهېږي.