۸صبح، کابل: نن سهار په کابل کې د هېواد د اسعارو د تبادلې په تر ټولو لوی مرکز شهزاده سرای کې دننه چاودنه شوې ده.
د شهزاده سرای ویاند عبدالرحمن ځیرک ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې په دې چاودنه کې پنځه صرافان ټپیان شوي دي.
له بلې خوا، د شهزاده سرای صرافان د ټپيانو شمېر له ۱۵ تر شلو تنو ښيي.
تر اوسه د چاودنې بڼه او له دې امله د تلفاتو کره شمېر نه دی روښانه شوی.