۸صبح، کابل: هېواد کې د صرافانو له کاري اعتصاب یوه ورځ وروسته طالبانو له زور څخه په کار اخیستو، کابل کې د شهزاده سرای دروازه پرانیستې ده.
د شهزاده سرای د صرافانو له اتحادیې څخه سرچینې وایي، چې طالبانو نن یکشنبه د غویي پر ۲۵ د سهار ۱۱:۰۰ بجو شاوخوا کابل کې د پېسو د راکړې ورکړې تر ټولو لوی مرکز شهزاده سرای دروازه پرانیستې ده.
یوې باوري سرچینې د نوم د نه خپرولو په شرط ۸صبح ورځپاڼې ته وويل، چې له څو ګټه غوښتونکو کسانو پرته، د صرافانو اتحادیې نور غړي د شهزاده سرای دروازې پرانیستو ته حاضر نه و او نه دی.
کابل کې د صرافانو اتحادیې او د هېواد په ولایتونو کې د صرافانو ټولنو تېره ورځ د صرافي جوازونو د بیو له ډېرو لوړولو وروسته کاري اعتصاب وکړ؛ هغه اقدام چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیې لوړېدو لامل شوی دی.