۸صبح، بدخشان: په بدخشان کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د یوې چاودنې پر ترڅ کې لږترلږه اووه طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
دا چاودنه چهارشنبه د غويي پر ۱۹مه له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱:۴۰ بجې د فيضاباد ښار د درېيمې ناحيې اړوند د «زوړ ښار پُل جوزون» په سيمه کې شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، په موټرسايکل کې ځایپرځای شويو چاودېدونکو توکو د بدخشان ولايت د طالبانو د امنيې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت کارکوونکي په نښه کړل.
د بدخشان ولایتي روغتون روغتیايي سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې نوموړي روغتون ته د اووه طالب جنګیالیو مړي او د دغې ډلې یو شمېر ټپیان لېږدول شوي دي.
د دې پېښې په ټپيانو کې ملکيان هم شامل دي.
د سرچينې په خبره، اټکل کېږي چې د دې چاودنې له کبله د قربانيانو شمېر زيات شي.
د بدخشان اوسېدونکي زیاتوي چې امبولانسونه ټپیان روغتونونو ته لېږدوي او د فیضاباد ښار په پوځي حالت کې دی.
له چاودنې وروسته د څو دقیقې لپاره د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.
د طالبانو د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رئیس ذبيحالله اميري هم چاودنه منلې او ویلي یې دي چې جزئيات به وروسته شریک کړي.
که څه هم تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی؛ خو په بدخشان ولایت کې د طالبانو پر ضد پوځي جبهې فعالې دي او وختناوخته دا ډله په نښه کوي.