د چين ولسمشر شي جين پينګ د روانې اوونۍ په لومړیو کې فرانسې ته ورسېد. البته، پاریس د هغه وروستی منزل نه دی او سربیا او هنګري هېوادونو ته هم سر ورښکاره کوي. له پنځو کلونو وروسته دا اروپا ته د شي جين پينګ لومړی سفر دی. هغه د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون او د اروپايي ټولنې د کمیسیون له مشرې اروسولا فون درلاین سره ګډه کتنه لرله. په اروپا کې د نړۍ د یوه ستر قدرت د واکمن په توګه د شي جين پينګ حضور چې په ندرت سره هېوادونو ته سفرونه کوي، د جاج اخیستنې وړ دی. دغه راز د ختيځې اروپا او منځني ختيځ اوسنی کړکېچ د شي جين پينګ سفر ته کتنه الزامي کوي.
ترټولو مهمه پوښتنه چې په دې برخه کې راپورته کیږي دا ده: چین له اروپا څه غواړي او اروپا له چینه څه غواړي؟
۱- له اروپا د چین غوښتنه
چين ظاهراً له اروپايي ټولنې سره د دوستانه اړيکو د ټینګښت په لټه کې دی. تر دې مهمه دا چې غواړي چې دا ټولنه له متحده ایالتونو لېرې وساتي. په مهمو سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو کې د اروپایانو له لوري د امریکا د تګلارې تعقیبول د چین نه خوښېږي. له همدې امله هڅه کوي ځان د اروپایانو لپاره د باور وړ ملګري په توګه معرفي کړي. چین اروپا ته په نږدی کېدو سره، دوه موخې تعقیبوي: لومړی، غواړي د تایوان په شخړه کې له یوه سیال سره مخامخ شي، نه له دوو سیالانو سره. البته، په دې برخه کې د چین اندیښنه تر یوه بریده لېرې شوې ده؛ ځکه چې په دې مسأله کې د اروپا حساسیت تر امریکا خورا لږ دی. د بېلګې په توګه، ماکرون د تېر کال په اپریل کې د امریکایی مجلې پولیټیکو سره په مرکه کې ویلي چې «اروپا باید د تایوان په شخړه کې د امریکا یا چین پیروي ونه کړي.» هغه ویلي وو چې په هغې شخړه کې باید ښکېل نه شو چې په موږ پورې اړه نه لري. دا څرګندونې په امریکا او تر یوه بریده په اروپا کې له پراخو نیوکو سره مخ شوې. مکرون په اروپا کې یو له هغو کسانو دی چې د امریکا پر وړاندې یې معمولاً د «سټراتېژیکې خپلواکۍ» اصطلاح کارولې ده. نو پاریس له کوم دلیله پرته د شي جين پينګ د سفر د لومړي منزل په توګه نه دی غوره شوی.
دویم، چين له لوېدیځو ارزښتونو سره اړخ نه لګوي، چې البته امريکا او اروپا پکې شاملېږي. بیجینګ د دواړو خواوو لخوا د بشري حقونو په سرغړونې تورن دی، خو د امریکا متحده ایالتونو لخوا ډېر. اروپايي ټولنه په ځانګړې توګه فرانسه له مسلمانو اویغوریانو سره د چین د حکومت د چلند په تړاو اندېښنه لري، نه په ټولو برخو کې. په همدې پار کله چې شي پاریس ته ورسید، د اویغور فعالانو یوې ډلې د شعارونو په لېږدولو سره اعتراض وکړ. خو یو توپیر شته: چین د اروپا پرتله له امریکا سره ډېره سیالي لري. دې چارې اروپايي ټولنه له چین سره له اتحاده وېرولې ده. دغه اتحاد له امریکا سره په سیالۍ کې بیجینګ پیاوړی کوي. په پاريس کې د شي جين پينګ څرګندونې هم د امريکا له لاسوهنې پرته د ښکېلو اړخونو ترمنځ د يووالي اړتيا په ګوته کوي: «د چين او اروپا ترمنځ اړيکې د کوم دريم اړخ پر وړاندې پرمخ نه ځي. هیڅ دریم اړخه هم باید پکې نفوذ ونه کړي یا خپله اراده پرې تحمیل نه کړي. له دریم لوري موخه امریکا ده، چې نه غواړي چین او اروپا سره نږدې وګوري.
۲- له چینه د اروپايي ټولنې غوښتنه
اوسمهال، د اروپا غوښتنې په دوو مواردو کې را لنډېدای شي.
۲-۱ په مهمو حالاتو کې د منځګړیتوب لپاره له بیجینګه ګټه اخیستنه
په اوکراین کې جګړې د اروپا حکومتونه اندیښمن کړي دي، ځکه چې د خطر په سر کې دي. که فرض کړو چې جګړه د روسیې په ګټه پای ته ورسېږي، نو اروپا لومړنۍ زیانمنه ده. که چیرې د مسکو لخوا د اټومي وسلو د کارولو پریکړه وشي، نو اروپا به بیا هم اصلي زیانمنه وي، په همدې پار تر امریکا ډېره د کړکېچ د پای ته رسېدو په اړه فکر کوي. په دې برخه کې له چینه د اروپا تمه په دوو غوراویو کې را لنډېږي: لومړی، له روسیې تسلیحاتي ملاتړ ونه کړي، چې نه یې دی کړی. تر اوسه پورې له مسکو سره د بیجینګ د ملاتړ په اړه کوم کره شواهد نه دي وړاندې شوي. خو لوېدځه نړۍ په دې تړاو شکمنه ده، یعنې کېدای شي له نورو لارو یې ملاتړ وکړي. د لویدیځو حکومتونو د ادعا له مخې، چین پر مسکو هغه مایکرو الکترونیکي ټکنالوژي او وسایل پلوري، چې د توغندیو، بې پیلوټه الوتکو، شوبلو او الوتکو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کېږي. د بېلګې په توګه، دوو امریکايي چارواکو په دې وروستیو کې ادعا وکړه چې تېر کال مسکو د دغو ټیکنالوژیو۹۰سلنه له چینه چمتو کړي دي. د اروپا تمه دا ده چې د دغه بهیر مخه ونیسي. چین د روسیې پر وړاندې د لویدیځې نړۍ بندیزونو ته ژمن نه دی پاتي شوی او سره له دې یې سوداګرۍ ته ورسره دوام ورکړی دی. هغه څه چې اروپایان باور لري د مسکو په ګټه پرېوتي دي. تر ټولو مهمه دا چې بیجینګ پر اوکراین برید نه دی غندلی چې د اروپایانو له نظره د روسیې یو ډول سیاسي ملاتړ دی.
دویم، اروپا پر دې باور ده چې چين پر روسيې نفوذ لري او بايد د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره جدي هڅې وکړي. په دې برخه کې د بېجينګ اهميت نور هم زياتېږي. د اروپایانو په ګومان، که پوځي غوراوی کار ونه کړي، چین دې دواړه خواوې د خبرو اترو میز ته کښینوي. نو له بېجينګه د اروپا غوښتنه دا ده چې له بې تفاوتۍ ډډه وکړي او په سوله کې فعال رول ولوبوي. په داسې حال کې چې امریکا د هغه منځګړتوب ته ډېر ارزښت نه ورکوي. چین هڅه کړې چې جګړه پای ته ورسوي، خو پایله یې نه ده ورکړې. د بېلګې په توګه د جګړې په لومړي کال یې د سولې ۱۲ ماده ییزه طرحه وړاندې کړ چې د لوېدیځو دولتونو لخوا ونه منل شوه. د تېر کال په اپریل کې بیجینګ ته د مکرون د سفر په لړ کې هغه شي ته وویل: «زه پر تاسو حساب کوم؛ ځکه چې تاسو کولای شئ پوتین په هوښ راولئ او د خبرو اترو میز ته یې کښېنوئ.»
د ایران له اسلامي جمهوریت سره د تقابل مسأله هم مهمه ده. په اروپا کې غالب ګومان دا دی چې په چین پر ایران نفوذ لري. اروپایان هم له څه مودې راهیسې د ایران اسلامي جمهوریت د خپلو ګټو پر وړاندې یو ګواښ ګڼي، چې دا دریځ یې تر ډېره د امریکا او اسرائیلو له چلنده اغېزمن دی. له سعودي عربستان سره د ایران د اړیکو په عادي کولو کې د چین له روله د پر دې پورته کېدو د اروپایانو په ذهنونو کې پر تهران د دغه هېواد د نفوذ ګومان لا پیاوړی کړی دی. البته، د ایران اسلامي جمهوریت په ځینو ځایونو کې د چین اطاعت کوي، خو ښایي تر هغه بریده نه وي چې اروپا یې تمه لري. چین د ایران د خامو تېلو تر ټولو لوی پېرېدونکی دی او هغه هم په داسې حال کې چې پر ضد یې بندیزونه خورا ډېر بندیزونه لګېدلي دي. د بېلګې په توګه، فایننشل ټایمز په دې وروستیو کې راپور ورکړ چې د ایران د تېلو پلور د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې د تېرو شپږو کلونو پرتله په لوړه کچه وو او اصلي پېرېدونکی یې چین و.
نه یوازې اروپایان، بلکې امریکا هم په ایران باندې د چین پر نفوذ باور لري. تر هغې وروسته چې د یمن حوثیانو په سره سمندر کې د بېړیو تګ راتګ ګډوډ کړ، واشنګټن له بیجینګه وغوښتل چې له ایراني لوري سره خبرې وکړي. وروسته، رویټرز راپور ورکړ چې چین د متحده ایالتونو پر غوښتنې عمل کړی دی. دا پر تهران د بیجینګ د نفوذ ښودنه کوی. اروپا هم په سره سمندر کې ګټې لري او بریتانیا هم د همدې دلیل لپاره پر حوثیانو په برید کې برخه واخیسته. اروپايي ټولنه له چینه تمه لري چې د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي، توغندیویزو او بې پیلوټه الوتکو د پروګرامونو مخه ونیسي. د بېلګې په توګه، فون درلاین دا غوښتنه له شي سره شریکه کړه: «موږ باور لرو چې چین کولای شي د ایران د بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د تولید او خپریدو د غیر مسؤلانه پراختیا په محدودولو کې مهم رول ولوبوي.» دا څرګنده نه ده چې بیجینګ به مثبت ځواب ورکړي او کنه. اصلي خبره دا ده چې د اروپايي ټولنې هڅه دا ده چې په مهمو حالاتو کې چین د باور وړ منځګړي په توګه وساتي.
۲-۲ د شته ستونزو د حل په شرط د سوداګرۍ پراختیا
اروپا د چين يو مهم سوداګريز ملګری دی. د دواړو خواوو ترمنځ د ورځنۍ سوداګرۍ حجم دوه ميليارده او درې سوه میليونه يورو اټکل شوی دی. له څه مو راهیسې هغه عامل چې د دواړو لورو سوداګرۍ یې له خطر سره مخامخ کړې په چینایي بریښنایی موټرو سره د اروپا د بازار اشباع ده. کله چې په چین کې د کورونا ناورین پیل شو، د بریښنایی موټر جوړولو صنعت هم له ناورین سره مخ شو. د شي جين پينګ حکومت د ناورین د حل لپاره توليدي شرکتونو ته سترې سبسایډۍ ځانګړې کړي؛ هغه څه چې نه یوازې دا چې د دغو موټرو د صنعت د بیا غوړېدو لامل شول، بلکې په ارزانه بیه یې د اروپا بازار ته لاره ومونده، تر دې چې پر اروپایي تولیدوونکو یې فضا تنګه کړه. د دغه بهیر دوام په اروپا کې ډیرې نیوکې راوپارولې، تر دې چې د «غیر عادلانه سوداګرۍ» خبرې راپورته شوې. اروپايي ټولنې چین ته خبرداری ورکړی چې که ځانګړې کړې سبسایډۍ بندې نه کړي، د تولیداتو پر وارداتو به یې لوړې تعرفې ولګوي، هغه څه چې تر اوسه نه دي ترسره شوي. فون درلاین په پورتنۍ برخه کې له شي سره ډاګیزې خبرې وکړې او ان له چین سره یې د سوداګریزې جګړې خبره وه. د اروپایانو په باور، د دغه بهیر دوام به په اروپا کې د «صنعت د تخریب» لامل شي.
امريکا هم د چين د بریښنایي موټرو له صنعته په تنګه شوې ده، تر دې چې د ډونلډ ټرمپ ادارې د هغو پر وارداتو ۲۵ سلنه تعرفه ولګوله. دا هغه وخت و، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعرفو د جګړې اصطلاح کارول کېده. جوبایډن هم حساس دی. د روان کال په فبرورۍ کې هغه د چين بریښنایي موټرونه د خپل هېواد امنيت ته ګواښ بللی وو. دغه راز د امريکا د مشرانو جرګې د بانکي کميټې مشر شراوډ براون هم د چين توليدات د امريکا د موټرو صنعت ته يو جدي ګواښ وباله. د ځینو شرکتونو څښتنانو هم د بایډن له حکومته وغوښتل چې د لوړو تعرفو پر لګولو بسنه ونه کړي او د وارداتو مخه یې ونیسي.
اروپايي ټولنې له خبرداريو سره سره د چين د بریښنایي موټرو پر وارداتو تعرفه نه ده لوړه کړې او لا هم ورسره له ننګونو د پرته سوداګريزو اړيکو ساتلو ته ژمنه ده. دا څرګنده نه ده چې ایا چین په یاده شوې برخه کې د اروپايي اندېښنه لېرې کړې ده او کنه.