د افغانستان نوموتی حماسي سندرغاړی عبدالله مقری د کرونا ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د نوموړي ځوی او ځوان سندرغاړي مير خان څو دقيقې وړاندې په خپلې فېسبوک پاڼې د خپل پلار د مړينې خبر تائيد کړی.
څو ورځې وړاندې هم رسنيو خبر ورکړ چې عبدالله مقری د کرونا ناروغۍ له امله ومړ، خو شېبې وروسته يې زوی دغه خبر رد کړ او ويلي يې ؤ چې نوموړی د ناروغۍ پر بستر پروت دی او تر درملنې لاندې دی.
عبدالله مقری د هېواد وتلی سندرغاړی بلل کېده چې تر دې دمه یې د سلګونه سندرې ويلي، چې د حماسي سندرو په ویلو کې خورا ښه نوم لري او مشهور ؤ.
عبدالله مقري د مولوي عبیدالله زوی دی چې د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې زېږېدلی دی.
ويل کېږي چې نوموړي د زدهکړو پر مهال طالبانو ته به يې سندرې ويلې او له همدې امله ترې تعلیم ټکنی شو او بلاخره همدې شوق او مينې په ۱۳۵۷، ۱۳۵۸ل کلونو کې تر تلویزونونو او راډیوګانو ورسوه.
دا چې کورنۍ يې مذهبي اړخ درلود نو له مخالفتونو سره مخ شو؛ خو ده له کورني مخالفتونو سره سره بيا هم سندرو ته دوام وکړ.
مقری افغانۍ موسيقي او فلکلور خوښوي او د سندرو ويلو تر څنګ شعر هم ليکلو.
نوموړی د حماسي او وطني سندرو د ويلو له امله خوار ډېر مشهور شوی ؤ.