۸صبح، کابل: د افغانستان د اصیلې موسیقۍ مشهور سندرغاړی استادګل زمان د ۸۲ کلونو په عمر وفات شو.
نوموړی تېره شپه د کب پر ۶ له نړۍ سترګې پټې کړې دي.
استاد ګلزمان د افغانستان د اصيلې موسيقۍ مشهوره او پېژندل شوې څېره وه، چې سلګونه سندرې او ترانې يې ويلې دي.
نوموړي د سندرو ویلو تر څنګ لسګونه شاګردان هم روزلي او سندرغاړو ته یې سلګونه کمپوزونه جوړ کړي دي.
استاد ګل زمان په ۱۳۱۸ کال کې په پکتیا کې زېږېدلی او د پښتو موسیقۍ نوموتی سندرغاړی او د سندرو جوړونکی بلل کېده. هغه په ۱۳۶۲ کال کې د افغانستان په کچه د سندرو جوړولو په برخه کې لومړی مقام وګاټه.
دغه راز پخواني حکومت استاد ګل زمان ته د پښتو موسیقۍ د بابا لقب هم ورکړی و.
استاد ګل زمان د افغانستان په ملي راډیو تلویزون کې سلګونه ویډیويي او غږيزې سندرې ثبت کړې دي.