۸صبح، فاریاب: د فاریاب دولتاباد ولسوالۍ کې ځايي سرچینې وايي، چې د حفیظالله په نوم یو ځوان د نامعلولو وسلهوالو له لوري وژل شوی دی.
د سرچینې په خبره، دا ځوان ۱۷ کلن و او جمعه د کب پر ۶ د فاریاب د دولتاباد ولسوالۍ په «محمودخېل» سیمه کې وژل شوی دی.
سرچینې زیاتوي، چې وژل شوی ځوان د دولتاباد ولسوالۍ د «قوزي بای» سیمې اوسېدونکی او مستري و.
له بلې خوا د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رییس شمسالله محمدي وايي، چې دغه ځوان پرون تر غرمې مخکې نږدې یوولس بجې د نامعلومو وسلهوالو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
محمدي زیاته کړه، چې د پېښې په تړاو یې یو کس نیولی او په دې اړه ترې څېړنه کوي.
د راپورونو له مخې، پرون په کابل کې هم نامعلومو وسلهوالو یو ځوان وژلی دی.