د افغانستان په سویل کې پروت هلمند، د افغانستان د هغو ولايتونو له جملې ګڼل کېږي چې له تېرو څو لسیزو راهیسي يې کروندګرو په خپلو ځمکو کې د کوکنارو پر کښت بوخت وو او له همدې لارې يې د خپل ژوند چارې سمبالولې.
وروسته له هغه چې په افغانستان کې طالبان واک ته ورسېدل او په هېواد کې د نشه توکو پر کرکيلې او کاروبار بنديز ولګېده، تر څنګ یې په ټول هېواد کې کروندګر له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شول.
که څه هم د طالبانو د واکمنۍ نږدې ۳ کاله کېږي، خو دا ډله له پرلپسې ژمنو سره سره نه ده توانېدلې چې د کوکنارو بديل کښت کروندګرو ته ورکړي او يا هم د هغوی په اقتصادي وضعيت کې بدلون راولي.
هلمندي کروندګر وايي چې پخوا یې په خپلو ځمکو کې کوکنار کرل او څه اندازه ګټه يې ترې ترلاسه کوله، خو په خبره يې چې اوس له ځمکو څخه مصرف شوي لګښتونه هم لاس نه شي ترلاسه کولای.
دوی وايي، که څه هم د کرنې د عصري وسایلو په برخه کې د نړۍ او افغانستان په کچه ډېر پرمختګونه شوي او په عصري وسایلو سره کرنیزې چارې اسانه شوې، خو په هلمند ولایت کې اوس هم کروندګر ترې بې برخې دي.
۶۰ کلن ګلآغا چې له څو لسيزو راهیسې کروندګر دی وايي چې کرنه ورته د څو لسيزو راهیسې د میراث په ډول پاتې ده، خو هېڅ ګټه ترې نه ترلاسه کېږي.
هغه وايي، په دې ورستيو کلونو چې وچکالي هم زياته شوې، کروندګر له ډېر زخمت کښلو وروسته یو څه اندازه عايد په لاس راوړي او په ترلاسه شویو حاصلاتو د دوی ژوند نه تېرېږي.
نوموړی وايي، د کرنې په برخه کې د عصرې وسايلو نه نشتوالی او په غيرمسلکي ډول د کرنې ترسره کېدل، هغه ستونزې دي چې د دوی پر مخ خنډ ګرځيدلي دي.
دی پر طالبانو نيوکي کوي او وايي چې د دوی د روزنې او عصري وسايلو په برخه کې یې هيڅ پاملرنه نه ده کړې.
هغه وویل:«موږ اوس هم په بېچلو او غوایانو ځمکه اړوو، طالبانو هم پام نه دی راته کړی، د اصلاح شویو تخمونو په برخه کې هم مرسته نه ده راسره شوې، په نوره نړۍ کې اوس پرمختګ شوی دی خلک له ډول ډول وسايطو څخه استفاده کوي خو موږ هيڅ نه لرو، دومره وس نه لرو چې د ځان لپاره روزنه ترلاسه کړو او عصري وسايل ځان ته برابره کړو.»
ورته مهال، په هلمند کې يو شمېر نور کروندګر هم د عصري وسایلو او اصلاح شویو تخمونو د نشتوالي او دوی ته د روزنې ورکولو په برخه کې طالبان ګرم بولي.
د هلمند يو بل ګروندګر رحمتالله وايي چې که د دوی د روزنې په برخه کې کار وشي او کروندګر په عصرې وسايلو سمبال شي، نو دوی کولای شي چې د کرنې په برخه کې افغانستان پر ځان بسيا کړي.
هغه زياته کړه: «که عصري وسایل راکړل شي، د ځمکې په حاصلاتو کې به د پام وړ ډېروالی راشي. کارونه به هم اسانه شي دغه اوس چې زموږ اړتياوې له بهرنيو هېوادونو پوره کېږي، کله چې موږ ته دغه وسايل په واک کې راکړل شي موږ کولای شو چې د خپلو ځمکو څخه دومره حاصلات واخلو چې د ټول افغانستان اړتياوې پوره کړو.»
په ورته وخت کې د کرنيزو چارو کار پوهان وايي چې د کرنې په برخه کې د عصري وسايطو شتوالی او د کروندګرو روزنه زياته اړينه ده.
د هلمند ولايت د کرنيزو چارو يو کارپوه انجينر شيرآغا عادل وايي، هغه ځمکې چې په غيرمسلکي ډول پکې کرنه او حاصلات يې هم په غيرمسلکي ډول راټول شي، ۵۰ سلنه به يې د حاصلاتو په برخه کې کمښت راشي.
دی زیاتوي چې اوس مهال د هلمند په ځمکو کې کروندګر په سختو کارونو بوخت دي او هغه زخمت چې دوی يې تېروي د ګټې په پرتله یې زیان زيات دی.
نوموړي له طالبانو او نړۍوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې هلمند ميشتو کروندګرو ته دې د کرنې په دې برخه کې روزنه ورکړل شي.
ده وویل: «په افغانستان کې هم د نورې نړۍ په شان د کرنې په برخه کې د عصري وسایلو شتوالی اړین دی، ځکه د لسو کسانو کار به یوازې د یو ماشین په وسیله ترسره کېږي. په کار خو داده چې ډير پخوا لا زموږ د افغانستان خلکو ته روزنه ورکړل شوې وای، ځکه زموږ د هلمند نږدې ۸۰ سلنه خلک دا مهال په کرنه او مالدارۍ بوخت دي چې روزنه يې حياتي ارزښت لري.»
بلخوا په هلمند کې د طالبانو د کرنې رياست مسوولان هم مني چې دغه ولايت کې د کرنې په برخه کې کروندګر روزنه نه لري او له عصري وسايلو هم بي برخې دي.
د دغه ولايت د کرنې ریاست مسوولان وايي چې د تېرو څو کلونو په موده کې دوی په یاد ولايت کې کروندګرو ته د کرنې، بڼوالۍ او يو شمېر نورو برخو کې روزنیز پرګرامونه ترسره کړي دي.
د کرني رياست د مسوولان زیاتوي چې کرندګرو ته د عصري وسايلو برخه کې وس نه لري او په وينا يې چې هغوی دې ځانونو ته د کرنې په برخه کې عصري وسايل وپيري.
د هلمند د کرنې او مالدارۍ په رياست کې يوه مسوول ۸صبح ورځپاڼې ته وويل: «هڅه مو کړې چې د کرنې برخه په نړۍوالو معیارونو برابره کړو، کروندګرو ته عصري ماشینونه په واک کې ورکړو، خو مونږ دومره وس نه لرو، کروندګر دغه وسايل بايد خپله وپيري او د روزنې برخه کې د کروندګرو او بڼوالو لپاره څو روزنیز پرګرامونه جوړ کړي دي.»
د ویلو ده چې په هلمند کې د سختې وچکالۍ له کبله زيات شمېر ځمکې شاړې پرتې دي او پرې هېڅ ډول کرنه نه ده شوې.