۸صبح، کابل: د طالبانو د سرحدونو وزارت مرستیال ملا عبدالخالق عابد، د دې ډلې د نظام مخالفان «نامسلمان» بللي دي.
عابد دغه څرګندونې سېشنبه، د کب پر ۸مه په هرات ولایت کې د «قومونو ترمنځ د همغږۍ» تر عنوان لاندې یوې غونډې ته کړې دي.
هغه ټینګار کړی چې د طالبانو د رژیم ملاتړکوونکي او غړي «مسلمانان» او هغه کسان چې د دغه نظام مخالفت کوي «نامسلمانان دي او د امریکا او انګلستان د رضایت لپاره جنګېږي او جاسوسي کوي.»
طالبانو د خپل واک له بیا پیل راهیسې په دوامداره توګه د خپلو مخالفانو د تکفیر حکم صادر او هغوی ته یې د غچ اخیستنې خبرداری ورکړی دی.
په وروستي ځل، د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل حقاني د سلواغې پر ۲۶مه په یوې غونډې کې د دغې ډلې د مخالفانو «کوربه او ملاتړو» هېوادونو ته خبرداری ورکړی و چې طالبان به خپله دښمني هېره نه کړي.
هغه ويل و: «زموږ دښمنان چې هر چېرته وي، په نښه کېږي.»
د بشري حقونو سازمانونو په وار وار منلې چې طالبانو د خپل مشر د «عمومي بخښنې» د حکم سربېره، د خپلو مخالفانو له غچ اخیستنې، وژنې او ځپلو څخه لاس نه دی اخیستی او په دې برخه کې یې وړې نیوکې هم نه دي منلي. د سازمانونو په وینا، دوی د یو واړه دلیل د اظهار لپاره هم خلک نیولي، شکنجه او ان وژلي دي.