فکرت هروي؛ نامتو لیکوال او څېړونکی
محمدحسین نېکخواه

محمد آصف فکرت هروي له کلونو کلتوري او ادبي فعالیت وروسته په پردي وطن کې له نړۍ سترګې پټې کړې. ډېری فرهنګیان باوري دي، چې هغه د افغانستان د فرهنګ او ادب یو پياوړی شخصیت و. نوموړی په یوازیتوب کې د کلتور، ادب، تاریخ او ژباړې په برخو کې په لیکنو او څېړنو بوخت و.
یو شمېر فرهنګي فعالان باور لري، چې فکرت هروي د «ژباړې په برخه» کې لومړنی مخکښ افغان و، د هغه په وفات سره، د هېواد د ادب او څېړنې برخې یو څراغ مړ شو او اړتیا وه، چې د نوموړي د ستاینې لپاره له وفات وروسته په هېواد کې عمومي ویر اعلان شوی وای.
فکرت هروي که څه هم د کلتور، تاریخ او ادبیاتو په برخو کې څو ارزښتمن اثار لیکلي، متواضع او بې ادعا شخصیت و، چې ډېری کسان د هغه له وفات وروسته، د نوموړي له شخصیت او اثارو سره بلد شول.
د محمد آصف فکرت هروي د وفات خبر خپرېدل ډېر غبرګونونه لرل. په افغانستان او ایران کې فرهنګیانو او د پوهنتون استادانو د هغه د وفات له امله پيغامونه ولیکل او د ده د شخصیت ستاینه یې وکړه.
د پوهنتون استاد او فرهنګي فعال ډاکتر داوود عرفان له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې فکرت له علمي څېرو څخه و، چې د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه د حکومت پر مهال، مطرح شو او د هېواد نامتو پوه او علمي شخصیت شو.
د هغه په وینا، فکرت هروي په افغانستان کې پر ځلانده علمي کړنو سربېره په ایران کې د مایل هروي تر څنګ «د اسلامي دایرة المعارف مهمې برخې» چمتو کړې او په بېلابېلو برخو کې یې لیکنې وکړې.
د ډاکتر داوود عرفان په اند، افغانستان د ادبیاتو، تاریخ، ژباړې او تفکر یوه «ځلانده ملغلره» له لاسه ورکړه او باید د هغه ستاینې لپاره له مړینې وروسته یې په افغانستان کې عمومي ویر اعلان شوی وای؛ خو افغانستان داسې ځای دی، چې شخصیتونه له مړینې وروسته پکې پېژندل کېږي.
د بایسنغر څېړنيزې موسسې مدیر ډاکتر خلیل الله افضلي د محمد آصف فکرت هروي په هکله لیکلي چې «هرات او فارسي ژبې لوی شخصیت له لاسه ورکړ.» د هغه په اند، محمد آصف فکرت هروي داسې کس و، چې ټول عمر یې د تحقیق، څېړنې، تالیف او ژباړې په برخو کې تېر کړ.
د هغه په باور، فکرت هروي له ۶۰ تر ۸۰ لمریزې لسیزې «د افغانستان د ژباړې لومړنی کس» دی. فکرت هروي په کابل او وروسته مشهد او تهران کې د خپل ټاټوبي (هرات) د فرهنګ او فولکلور په اړه لسګونه مقالې لیکلې دي.
هغه کسان چې له فکرت هروي سره پاتې شوي، وايي چې هغه متواضع، کرار او د یوازیتوب پلوی و او غوره یې ګڼله چې خپل ډېر وخت پر تحقیق او پلټنه تېر کړي. ډاکتر خلیل الله افضلي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، چې یو عالم او څېړونکی باید متواضع وي او باید کبر او غرور ونه لري.
شاعر او کلتوري فعال نقیب الله آروین لیکلي، چې محمد آصف فکرت، د کتابونو او ژباړې یوه ټولګه چې یو کتابتون کېږي له ځانه پرېښوده. هغه د فردوسي پوهنتون په غوښتنه د «فارسي هروي» فرهنګ تالیف کړ، چې د نوموړي تلپاتې یادګار دی؛ د «پښتو لنډۍ» ټولګه یې په لومړۍ ځل په ایران کې وژباړله او خپره یې کړه.
ښاغلي آروین په دغه مطلب کې لیکلي، چې فکرت هروي د «افغانان، ځاي، نژاد او خلک» په شان کتابونه له انګلیسي څخه فارسي ته وژباړل، چې هر یو د نن او سبا لپاره باوري سرچینه ده. دغه کرار شخصیت د «قدس رضوي څېړنیز مرکز» په یوه کوچني اپارتمان کې کلونه لیکل وکړل او د شهرت هېڅ ادعا یې نه لرله.
فرهنګي فعال عبدالله فیض په یوه مطلب کې لیکلي، چې فکرت هروي د افغانستان په راډیو، مطبوعاتو او علومو اکاډمۍ کې خدمت وکړ او وروسته په ایران کې د قدس ولایت په خطي کتابتون کې لیکوال، د اسلامي دایرة المعارف ټولنې علمي غړی، سموونکی او مولف او د اسلامي څېړنو په بنسټ کې مولف او څېړونکی و.
محمد آصف فکرت هروي په ۱۳۲۵ کال په هرات کې نړۍ ته راغی او لومړنۍ زده کړې یې د خپلې سیمې په ښوونځي او ثانوي دوره یې د سلطان غیاث الدین غوري په لېسه کې بشپړه کړه. هغه د کابل پوهنتون د دري ژبې او ادبیاتو په برخه کې لیسانس او د هند په یوه پوهنتون کې یې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې وکړې.
فکرت هروي د خپل فعالیت په کلونو کې د فرهنګ، ادبیاتو، تاریخ او ژباړې په برخو کې څو ارزښتمن کتابونه تالیف او وژباړل، چې د فرهنګي فعالانو په اند، د «هروي کتابونه»، پیراسته تاریخ نامه هرات، عینالوقایع او مناجات او گفتار پیر هرات، د نوموړي مهم اثار بلل کېږي.
فکرت هروي د ډاکتر محمد علي اسلامي ندوشن نږدې ملګری و. اسلامي ندوشن ایرانی لیکوال، شاعر، ژباړونکی او منتقد و، چې څو ورځې مخکې د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د غويي پر پنځمه په کاناډا کې ومړ. فکرت هروي هم د خپل پخواني دوست له مړینې څو ورځې وروسته د ۱۴۰۱ کال د غويي پر اوومه له څو کاله ناروغۍ وروسته وفات شو.