۸صبح، غزني: د غزني طالب سیمهییز مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له کبله یو ماشوم ژوند بایللی او څلور نور ټپیان شوي دي.
دا پېښه دوشنبه د غويي پر ۱۰مه د غزني قرهباغ ولسوالۍ د «دهن کورک» په کلي کې رامنځته شوې ده.
په غزني کې د طالبانو امنيې قوماندانۍ په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د هاوان دا مرمۍ له تېرو جګړو پاتې وه.
له دې وړاندې د هېواد په ډېرو سیمو کې له جګړو پاتې وسلو او ماینونو چاودېدو ماشومانو ته مرګژوبله اړولې ده.
یوازې په تېره یوه میاشت کې په غزني کې درې ورته پېښې شوې دي.
تر دې وړاندې راپور ورکړل شوی و چې د افغانستان یو شمېر ځوانان د بېوزلۍ د زیاتوالي له امله، ځان او کورنۍ ته د یوې مړۍ ډوډۍ برابرولو لپاره، له جګړې پاتې شوي مهمات راټولوي او پلوري.