۸صبح، کابل: د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیالۍ د هرات-غور د سړک جوړېدو د پیل خبر ورکړی دی.
د دغه سړک د جوړېدو کار دوشنبه د غويي پر۱۰مه د طالبانو د رئیسالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د دې ډلې د یو شمېر نورو چارواکو په حضور کې پیل شوی دی.
ملا برادر د هرات-غور د سړک د جوړېدو کار د پرانېستې په مراسمو کې ویلي چې د دغه سړک په اوږدو کې د مالګې او مرمرو ډبرو کانونه هم شته چې بشپړېدل به يې د سوداګرۍ او ترانزيټ په برخه کې مهم رول ولوبوي.
ورته مهال، طالبانو د دغه سړک د جوړېدو د لګښت په هکله څه نه دي ویلي.
تر دې دمخه په هرات کې د طالبانو د فواید عامې رئیس محمد ادریس ویلي و چې د غور ولایت د سربو کان د ایستلو په بدل کې د هرات-غور د ۳۸۰ کیلومتره سړک د جوړېدو چارې درې خصوصي شرکتونو ته ورکړل شوې دي.
د ویلو ده چې طالبانو په تېرو درېيو کلونو کې له کورنيو او بهرنيو شرکتونو سره د ځمکې لاندې زېرمو د کيندنې او ایستلو په برخه کې ګڼ تړونونه لاسليک کړي دي.
په دې وروستیو میاشتو کې د دغې ډلې د تړونونو بهیر ډېر شوی چې د قانون او حقوقي بنسټونو د څارنې نشتوالي له کبله یې د هېوادوالو اندېښنې زیاتې کړي دي.
د کارپوهانو او هېوادوالو په اند، هېڅ شرکت او دولت حق نه لري چې د افغانستان د ځمکې لاندې زېرمو د ایستلو په برخه کې له يوه ناقانونه او بېمسووله رژيم سره تړون لاسليک کړي.