۸صبح، لغمان: په لغمان کې د طالبانو سیمهییز مسوولان وايي چې د کابل-جلال اباد پر لويه لاره په يوې ټرافیکي پېښه کې پنځه کسانو ژوند بایللی او یو بل ټپي شوی دی.
دا پېښه یکشنبه د غويي پر ۳۰مه د قرغیو ولسوالۍ په «خیروخېلو» سیمه کې شوې ده.
د لغمان د طالبانو امنيه قوماندانۍ وياند محمديونس يوسفزي ویلي چې د دې پېښې څلور قربانيان د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي زدهکړیالان دي.
د هغه په خبره، دا پېښه وروسته له هغې رامنځته شوه چې يو چټکځغلونکي موټر له يو باروړونکي موټر سره ټکر وکړ.
د موټر چلوونکو بېاحتیاطي، د سړکونو خرابوالی، ترافیکي نښو ته نه پاملرنه او ګړندی تګ بیا د ډېرو ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو لاملونه ګڼل کېږي.