په تخار او بدخشان کې وروستي پسرلني ورښتونه په ګڼو سیمو کې د سېلابونو راوتلو لامل شول چې خلکو ته یې د سر زیان ترڅنګ ګڼ مالي زیانونه هم واړول. په بدخشان او تخار کې سېلاب ځپلي وايي چې تر اوسه یې چا لاسنیوی کړی نه دی او په خبره یې، له ناوړه حالت سره مخ دي.
په بدخشان کې یو شمېر سېلاب ځپلو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې دوه اوونۍ وړاندې د دغه ولایت په بهارک، جرم، کرانومنجان، شهدا، راغستان، یفتل پایین، کشم او ارګو ولسوالیو کې سېلابونه راوتلي و؛ خو په وینا یې، تر اوسه یې هېڅ ډول مرسته ترلاسه کړې نه ده.
دا سېلاب ځپلي پر طالبانو تور لګوي چې د خلکو ستونزو ته د رسېدنې وس نه لري او له مرستندویه بنسټونو غواړي چې د بېړنیو پېښو پرمهال یې لاسنیوی وکړي.
د بدخشان په یفتل ولسوالۍ کې د تېرې اوونۍ شپنیو سېلابونو که څه هم ځاني زیان نه درلود؛ خو د سیمې اوسېدونکو ته یې ګڼ مالي زیانونه واړول. د یفتل ولسوالۍ اړوند په اتفاق بازار کې سېلابونو څه باندې ۳۰ کورونه، نږدې ۱۰ هټۍ، ۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه او څو کیلومتره سړک زیانمن کړی او هټۍوالو ته یې شاوخوا ۱۲ میلیونه افغانۍ زیان اړولی دی.
دغه راز، دوشنبه د غويي پر ۳مه سېلابونو د بدخشان شهدا او راغستان ولسوالیو اړوندو سیمو کې ۸۴ کورونه، ۱۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه، یو روغتیاي مرکز او د فیضاباد سړک یوه برخه زیانمنه کړه. د دغو سېلابونو له کبله درې سراچې ډوله موټر له سپرلیو سره لادرکه شوي او په دغو ولسوالیو کې دوو ماشومانو هم ژوند بایللی دی.
د بدخشان په تشکان ولسوالۍ کې هم سرچینو د ځپونکو سېلابونو خبر ورکړی دی. د هغوی د ادعا په حواله، دغو سېلابونو ۵۰ کورونه، ۱۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه، ۱۰۰ جریبه باغونه، څو ژرندې، پلونه او پلچکونه او د ولسوالۍ سړک ځينې برخې ویجاړې کړې او لسګونه څاروي یې له منځه وړي دي.
په تخار کې د سېلابونو له کبله د ۱۷ کورنیو لادرکه کېدل
په تخار کې سختو ورښتونو او سېلابونو د یو شمېر کورنیو د لادرکېدو ترڅنګ شاوخوا ۷ زره کرنیزه ځمکه او ۲۳ کورونه زیانمن کړي او ۳۰ څاروي یې له منځه وړي دي.
په تخار کې طبیعي پېښو ته د چمتوالي ریاست طالب چارواکو ویلي چې د دغه ولایت په ورسج، فرخار، ینګيقلعه او اشکمش ولسوالیو کې د تېرې اوونۍ سختو ورښتونو او سېلابونو یو شمېر کورنۍ لادرکه کړې دي او د ځاني زیان ترڅنګ یې درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.
د دغو ولسوالیو د اوسېدونکو په خبره، په ینګيقلعه، فرخار او ورسج ولسوالیو کې اووه کورنۍ او دغه راز لس کورنۍ بیا د تخار په اشکمش ولسوالۍ کې لادرکه شوي او تر اوسه یې کومه نښه نه ده موندل شوې.
د تخار رستاق ولسوالۍ کې هم یکشنبه د غويي پر ۹مه سېلابونه راوتلي و. که څه هم دغو سېلابونو ځاني زیانونه نه دي اړولي؛ خو د سیمې اوسېدونکو ته یې ګڼ مالي زیانونه واړول. سېلابونو څه باندې ۴۰ کورونه، نږدې ۲۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او د رستاق ولسوالۍ عمومي سړک زیانمن کړی دی.
سېلاب ځپلي څه وايي؟
سرچینو له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې منلې چې له څو ورځو راهیسې سېلاب ځپلو کومه مرسته ترلاسه کړې نه ده.
یو شمېر سېلاب ځپلي وايي چې طالب چارواکي یوازې د سېلاب ځپلو سیمو د لیدلو لپاره ورځي او د څو عکسونو په اخیستلو بېرته ځي؛ خو په وینا یې، د مرستو درک نه شته. د بدخشان یفتل ولسوالۍ په اتفاق بازار کې هټۍوال حکیمالله چې سېلاب زیانمن کړی، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «سېلاب زما د دوکان ترڅنګ څه باندې ۲۰ نور دوکانونه له توکو سره یووړه او د څو کلیو باغونه او کرنیزې ځمکې یې زیانمنې کړې. [طالب] ولسوال او امنیې قوماندان سیمه له نږدې وکتله او څو عکسونه یې واخیستل؛ خو له موږ سره تر اوسه هېڅ چا مرسته کړې نه ده.»
د یفتل ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی نېکمحمد وايي: «د طالبانو له واکمنۍ وروسته د خلکو ناوړه اقتصادي وضعیت ته په کتو، خلک د خپلو کورونو او باغونو د بیارغونې وس نه لري. که څه هم د مرستې لپاره مو طالب ولسوال ته عریضه وکړه؛ خو ۸ ورځو له تېرېدو راهیسې یې درک نه لږېږي.»
خېرالله د بدخشان په تشکان ولسوالۍ کې وروستیو سېلابونو ځپلی دی. نوموړی وايي چې شاوخوا ۳۰ څاروي یې لرل؛ خو د شنبې پر شپې راغلي سېلاب لاهو کړل. هغه له طالبانو او مرستندویه بنسټونو د دغې ولسوالۍ له اوسېدونکو سره د بېړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.
بل پلوه، د تخار یو شمېر اوسېدونکي تور لګوي چې په دغه ولایت کې ځايي طالب چارواکي د خلکو ستونزو ته د رسېدنې وس نه لري. هغوی له کورنیو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتنه کوي چې د زیانمن شویو لاسنیوی وکړي.
د تخار په اشکمش ولسوالۍ کې سېلاب ځپلی سردار وايي چې تراوسه یې د طالبانو یا نورو مرستندویه بنسټونو کومه مرسته لېدلې نه ده. نوموړي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «سېلاب زموږ ټول کلی او کرنیزې ځمکې تر اوبو لاندې کړې. ځايي طالب چارواکي دنده لري چې طبیعي پېښو ته تیاری ولري؛ خو مسوولان تش لاس راغلل چې د زیانمن شویو سروې وکړي. خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، سروې بېړنۍ ستونزې نه حل کوي.»
د تخار یو بل اوسېدونکی سعیدالدین هم وايي چې د فرخار ولسوالۍ سېلاب ځپلي طالب والي ته ورغلي و؛ خو په وینا یې، نوموړي هېڅ ډول همکاري ونه کړه.
اخوا، په تخار او بدخشان کې طبیعي پېښو ته د چمتوالي ریاستونه وايي چې د وروستیو سېلابونو له کبله د رامنځته شویو زیانونو پر ارزولو بوخت دي.
په بدخشان کې طبیعي پېښو ته د چمتوالي ریاست امر محمد کامګار وايي چې له ارزونې وروسته به په دغه ولایت کې سېلاب ځپلو ته د مرستو لړۍ پېل کړي.
په تخار کې هم طبیعي پېښو ته چمتوالي ادارې رییس احمد سیر ساجد وايي چې هڅه کوي په دغه ولایت کې له کورنیو او بهرنیو مرستندویه بنسټونو سره په ګډه سېلاب ځپلو ته بشري مرستې چمتو کړي. د نوموړي په خبره، ډېری پېښې د سېلابونو له کبله رامنځته شوې دي او هر کال د دغو سیمو اوسېدونکو ته زیان اړوي.
د یادونې ده چې په پسرلي او ژمي کې طبيعي پېښې تل د هېواد بېلابېلو سيمو اوسېدونکو ته ځاني او مالي زيانونه اړوي.