۸صبح، بدخشان: په بدخشان کې د طالبانو سیمهییز مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې سېلابونو ډېر مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د بدخشان ولایت د طالبانو له طبيعي پېښو سره د مبارزې امر محمد کارمګار وايي چې د دغه ولايت د مرکز فيضاباد ښار د ۹مې ناحيې اړوند په «مورچک» کلي کې شنبه د غبرګولي پر ۵مه شپه مهال د سېلابونو راوتلو له کبله د يوې کورنۍ ۱۰ غړي مړه شوي دي.
د هغه په خبره، د دغې طبيعي پېښې په ترڅ کې د فيضاباد ښار په اووه کلیو کې د خلکو کورونه ويجاړ شوي دي.
کارمګار زياته کړې چې په يمګان، کشم، وردوج او شهدا ولسواليو کې هم د تېرې شپې سېلابونو ډېر مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
تر اوسه د دغو سېلابونو د اوښتې مرګژوبلې او زیانونو په هکله کره معلومات په لاس کې نشته.
په بدخشان کې د تېرو درېيو ورځو سېلابونو د يو شمېر ولسواليو مواصلاتي لارې تړلې او ډېر ځاني او مالي زيانونه يې اړولي دي.