۸صبح، سرپل: سیمهییز طالب چارواکي وايي چې په فاریاب او سرپل کې سېلابونو د څلورو ښځو او یو ماشوم په ګډون شپږ کسان مړه کړي.
په سرپل کې د طالبانو د والي ویاند حبیبالله ویلي چې سېلابونو چهارشنبه د غبرګولي پر ۲مه د دغه ولایت کوهستانات ولسوالۍ پورې اړوند په «صوفک» کلي کې د یوې کورنۍ څلور کسان مړه کړي.
د نوموړي په خبره، په دې طبیعي پېښه کې لږ تر لږه ۱۵۰ استوګنځي او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده.
اخوا په فاریاب کې د طالبانو د والي ویاند عصمتالله مرادي ویلي چې د دغه ولایت لولاش کوهستانات ولسوالۍ په «هشتمین» کلي کې د تېرې شپې سېلاب یو کس مړ کړی.
له تېرو څو ورځو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې راوتلو مرګونو سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.