۸صبح، کابل: د ملګروملتونو سازمان د بشردوستانه مرستو د همغږۍ مرکز یا اوچا په هېواد کې د سېلابونو له امله د تلفاتو او مالي زیانونو په اړه نوې شمېرې خپرې کړې دي.
د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، چې چهارشنبه د زمري پر ۲۴ خپاره شوي په ننګرهار، پروان، کونړ او لغمان ولایتونو کې د سېلابونو په پایله کې ۷۹۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
د اګسټ له ۱۱ تر ۱۵ وروستیو سېلابونو ۴۲ تنه مړه او ۱۷ تنه ټپیان کړي دي او په ټوله کې تر ۳ زره او ۷۲۰ زیاتې کورنۍ د دې طبیعي پېښې له امله زیانمنې شوې دي.
د ولایتونو ترمنځ ننګرهار د سېلابونو له امله د ۱۱ مړیو او ۴۳۴ کورونو په ویجاړېدو سره ترټولو ولایتونو ډېر زیانمن شوی او پروان ولایت هم د ۱۱ وژل شویو او ۲۵۶ کورونو په ویجاړېدو دویم زیات زیانمن ولایت دي.
د اوچا په وینا، سېلابونو کرنیز محصولات، کرنیزې ځمکې او ځایي بنسټیز ځایونه له منخه وړي دي. سېلابونو څو واټونو له دې جملې د چاریکار ـ بامیان او تراپاس ـ ګردیز لویې لارې په مرکزي ټکې کې پرې کړې دي.
دغه بنسټ همداراز ټینګار کړی دی هغه کورنۍ، چې تر ننه څېړنې ترې شوې خوراکي توکو، بېړنۍ سرپناه او روغتیایي امکاناتو ته هم اړتیا لري.