• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۹ تله ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

له اسامه بن لادنه تر اسامه المسلمه شوی مزل

مهران موحد مهران موحد
۲۶ غويی/ثور ۱۴۰۳ - ۱۵ مې ۲۰۲۴ [t_time:1715768318]
annaharar.com

annaharar.com

په دې ورځو کې د مراکش په پلازمېنه رباط کې د کتابونو نړيوال نندارتون جوړېږي. مراکش (المغرب)  په شمالي افریقا کې یو له عربي هیوادونو دی. هغه څه چې په دغه هېواد کې یې د کتابونو سږنی نندارتون ځانګړی کړی، په دغه نندارتون کې د یوه سعودي لیکوال حضور دی چې د دغه نندارتون پر هرڅه یې سیوری غوړولی او شور او ځوږ یې جوړ کړی دی. اسامه المسلم چې په الاحسا کې زیږیدلی او په انګلیسي ادبیاتو کې یې زده کړې کړې، د عربي ژبې د ډېری پخوانیو کتاب لوستونکو لپاره نا اشنا کس دی، خو د هغه لیکنې د هغو زلمیانو او ځوانانو په منځ کې خورا محبوبیت لري چې د خیالي کتابونو – تخیلي – تاریخي ناولونو لوستلو ته لېواله دي. د کتابونو د نندارتونونو د دود له مخې، په دغه نندارتون کې د اسامه المسلم لپاره د کتاب د لاسلیک کولو مراسم هم په پام کې نیول شوي وو، خو له هغه د لاسلیک اخیستو لپاره د المسلم د مینه والو ګڼه ګوڼه دومره زیاته او حیرانوونکې وه، چې پولیسو دغه مراسم لغوه کړل. ویل کیږي چې د ګڼې ګوڼې له امله ځیني کسان بې هوښه شول او یو شمېر نور بیا ژوبل شول. ویل کیږي چې د المسلم د کتابونو د خپرولو د مسوول ناشر په هټۍ کې ګڼه ګوڼه دومره زیاته شوه چې د ټول نندارتون نظم یې ګډوډ کړ او ښايي همدا مسأله د دې لامل شوې وي چې د نندارتون مدیران د یاد شوي لیکوال له لوري د کتاب د لاسلیکولو مراسم لغوه کړي څو نورو خپرندویانو ته هم د فعالیت زمینه برابره شي.

ځينې ادبي کره کتونکي اسامه المسلم يو داسې کس ګڼي چې برسېرنې لیکنې کوي او ليکنې يې لوړ کیفیت نه لري او ادبيات يې عامیانه کړي دي. له دې ټولو سره سره اسامه المسلم په خپله پر دې باوردی چې هغه لیکوالان چې په عربي نړۍ کې تر ټولو زیات پلورل کېدونکي کتابونه نه شي لیکلای، له زمانې سره سم ګام نه اخلي او په زړو چوکاټونو کې بند پاتې دي او په همدې وجه د مخاطبانو د خپلولو توان نه لري. هغه چې پخپله یې انګلیسي ادبیات لوستي، له نورو عربي لیکوالانو غواړي چې له زمانې سره سم ګام په ګام مخ ته ولاړ شي او له ځوان نسل سره اړیکه ټينګه کړي او د هغوی اړتیاوې او لېوالتیاوې و ارزوي. اسامه ادعا کوي چې د خپلې لس کلنې لیکوالۍ په لړ کې یې ډېرې کړاوونه ګاللي دي او دې پړاو ته د رسېدو لپاره یې اوږده او له لوړو او ژورو ډکه لاره وهلې ده.

یو شمېر کره کتونکي د اسامه المسلم د لاسلیک د اخیستو لپاره د ځوانانو د ګڼې ګوڼې د صحنو په لیدلو سره شکایت کوي چې د خلکو ذوق ابتذال ته کاږل شوی او د دې لامل شوی چې بې ارزښته کتابونو ته لېوالتیا وښيي او با کیفیته کتابونه هېر کړي. له دې ټولو سره سره دا باید هېره نه کړو چې زموږ له ډلې ډېر کسان چې اوس خپل د کتاب لوستنې ذوق غوره ګڼي، په پیل کې داوړ کتابونو ته لېوالتیا لرله او دې کار زموږ د کتاب لوستنې شوق ته وده ورکړه. پر دې سربېره، باید د عمر کټګوریو ته هم پاملرنه وشي. هغه کتاب چې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو پام ورخپلوي ښایي د ځوانانو او لویانو لپاره راښکون ونه لري. دا کومه وړه بریا نه ده چې یو لیکوال چې له قلم پرته بله کومه پانګه نه لري، خلک له ټکنالوژۍ لېرې کړي او له کتابونو سره یې اشنا کړي او د عربي نړۍ په ختیځ او لوېدیځ کې لوستونکي ومومي.

ځینې ​​کره کتونکي پر دې اند دي چې د اسامه المسلم کتابونه ادبي غنا نه لري او له همدې امله دا حیرانوونکې ده چې خلک د دغو عادي کتابونو لپاره سرونه ماتوي. رېښتیا خبره دا ده چې په ټوله نړۍ کې خیالي ژانرونه او د وحشت ادبیات او تاریخي- تخیلي ناولونه د خلکو لویې برخې په ځانګړي توګه ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته راښکون لري او موږ باید په دې تړاو حیران نه شو. ښایي د داسې کتابونو لوستونکي غواړي چې له خپلو ورځنیو اندیښنو لږ څه لېرې شي او په خیالي نړۍ کې ځان ډوب کړي. دغه راز، د نن ورځې ځوانان له هېجان سره علاقه لري او دا ډول کیسې ډېر هېجان او ولولې رامنځته کوي. وتلي لیکوالان باید له داسې پېښو زده کړي وکړي او هڅه وکړي چې د لیکوالۍ له عاج برجه راښکته شي او د لوستونکو پر ذوق او سلیقې ځان ښه پوه کړي. ښايي د اسامه المسلم د بریالیتوب یو لامل دا وي چې هغه ځوان نسل ښه او په کره توګه پېژني او د هغه د وینادود (ډيسکورس) نظام د هغه د اثارو د لوستونکو وینادود ته ورته دی.

اسامه المسلم د خپلو کتابونو په تړاو د خبرو کولو لپاره ټیک ټاک کاروي، او دا په دې مانا ده چې هغه د نوي نسل د نړۍ په تړاو په ښه توګه پوهېږي. لوستونکو ته د لیکوال په نږدې کولو کې د ټولنیزو شبکو رول له پامه غورځول کېدای نشي. غالباً، پخواني لیکوالان دا پلیټ فارمونه نه کاروي یا له دغو پلیټ فارمونو په اغېزناکه توګه د کار اخیستنې سواد نه لري. ښایي د مخاطبانو په راجلبولو کې د پخوانیو لیکوالانو د وړتیا نه لرلو یو لامل له ډیجیټلي سواده د هغوی بې برخې توب وي. ولسي لیکوال د مجازي فضا له لارې له مخاطبانو سره د خبرو اترو په مټ کولای شي په اسانۍ سره د هغوی ذوق او اړتیاوې وپېژني او د کیسې او ناول لیکلو پرمهال دا اړتیاوې په پام کې ونیسي.

د لوستونو د جذبولو لپاره لیکوالان هڅه کوي داسې منځپانګه تولید کړي چې په یو ډول د سکس، سیاست یا دین په تړاو خبرې پکې وي. دا په داسې حال کې ده چې یاد شوي سعودي لیکوال لکه څنګه چې په خپلو مرکو کې ویلي، په خپلو لیکنو کې هېڅ یوه له دغو مسایلو نه ده راخیستې. ښایي د هغه د بریالیتوب یو راز په همدې ټکي کې وي. معمولاً کورنۍ نه خوښوي چې اولادونه یې داسې کتابونه ولولي چې د هغوی ذهن یا چلند ته زیان ورسوي. دا ټکی هم، دا واقعیت په ډاګه کوي چې اسامه المسلم د مسألې د بېلابېلو اړخونو په تړاو فکر کړی څو ډېر مخاطبان ورخپل کړي.

لږ تر لږه په تېره یوه لسیزه کې په سعودي عربستان کې ژور ټولنیز، اقتصادي او کلتوري بدلونونه راغلي دي. دا بدلونونه د دې لامل شوي چې د سعودي عربستان ځوانان په بېلابېلو برخو کې بریا ترلاسه کړي او ورو ورو خپل استعدادونه وغوړوي. د اسامه المسلم په څېر مډرن لیکوالان د بن سلمان لخوا د رامنځته شوې فضا محصول دي. بن سلمان پلان لري چې سعودي عربستان د نړۍ د پرمختللو هېوادونو په کتار کې راولي او دا کار په بېلابېلو برخو کې بدلون ته اړتیا لري. سعودي عربستان مډرن ادب ته اړتیا لري او د اسامه المسلم په څېر لیکوالان کولای شي په دې برخه کې له دغه هېواد سره مرسته وکړي. په اتیایمو او نوي یمو میلادي لسیزو کې د سعودي پر فضا واکمن مذهبي او سیاسي وینادود اسامه بن لادن مطرح او د پاموړ وګرځاوه او اوس بن سلمان هوډ لري چې داسې فضا رامنځته کړي چې د اسامه المسلم په څېر روښانفکران د سټیج  لوبغاړي وي. سعودي عربستان له اسامه بن لادنه اسامه مسلم ته د رسیدو لپاره له پيچومو پر ډکې لارې مزل کړی او ټاکل شوي منزل ته د رسېدو لپاره لاهم اوږده او له ننګونو ډکه لاره په مخکې لري.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.