۸صبح، غزني: د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د سېلاونو له امله څه باندې ۸۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.
ځايي سرچينو نن شنبه (دچنګاښ په ١٧مه) ٨صبح ورځپاڼې ته وويل، چې دغه سېلاونه تېره شپه تر سختو اورښتونو وروسته د غزني د قره باغ ولسوالۍ په موشکي سيمه کې راوتلي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې سيمه کې د غنمو، کچالو او پيازو ډېر حاصلات له منځه تللي او کروندګرو ته يې ډېر مالي زيانونه اړولي دي.
پر دې سربېره د دغو سېلاونو له امله لږ تر لږه ۱۰ د استوګنې کورونه هم ويجاړ شوي دي.
تر اوسه د دې طبیعي پېښې له امله د ځاني تلفاتو په اړه جزئیات ندې ورکړل شوي.
په غزني کې سیمه ییزو طالب چارواکو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
څو ورځې وړاندې د ننګرهار او لوګر ولایتونه هم د سختو سېلاونو د راوتو شاهد وو، چې د مرګ ژوبلې تر څنګ یې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه کړه.
دا پداسې وخت کې ده، چې د طالبانو تر مدیریت لاندې د هېواد د هوا پېژندنې ادارې د پنجشنبې په ورځ (دچنګاښ په ۱۵مه) په ۱۷ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلاونو د راوتلو اټکل کړی و.