• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۶ لړم ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د ډيموکراسۍ پر لور د افغانستان پېچلې لار

لیګنه:مصطفی آرین

لیګنه:مصطفی آرین لیګنه:مصطفی آرین
۱۷ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۲ - ۸ جولای ۲۰۲۳ [t_time:1688801372]
GETTY IMAGES

GETTY IMAGES

دا لیکنه د هغې ټولګې د یوې برخې ژباړه ده چې د «ډيموکراسي په لومړۍ کرښه کې» د سرلیک لاندې د سالرزبورګ نړۍوال کنفرانس لپاره لیکل شوې چې د ډیموکراسۍ پر لور د افغانستان ننګونې او شاتګونه ارزوي.

د ډيموکراسۍ پر لور د افغانستان لار تل له پېچلتیا، شاتګونو او ننګونو سره مخ ده. اوسنی وضعیت او د طالبانو له لوري د افغانستان کنټرول، په هېواد کې د ډموکراسۍ پر وړاندې حیاتي ننګونې رامنځته کړې دي. د دې لنډې لیکنې تمرکز په افغانستان کې د ډيموکراسۍ پر ماهیت په تېره د طالبانو له لوري د ښځو پر حقونو، زده کړو او د ازادۍ پراخو موخو او پر ټولشموله محدودیتونو راڅرخي.

دا مهال، په افغانستان کې د ډيموکراسۍ لومړۍ کرښه د بشر د حقونو، ازادۍ او ټولشمولې لپاره په مبارزې تعریف شوې ده.

د طالبانو له لوري د سختو اقداماتو او محدودیتونو تحمیل، په تېره د ښځو د حقونو محدودیت او د ښځو او نجونو د زده کړو د حق ممنوعیت، د بشر د حقونو ښکاره نقض دی. دغه وضعیت، یوې ډیموکراتیکې او پراخې ټولنې ته د رسېدو لپاره اساسي مانع ګرځېدلی دی.

د طالبانو شا ته تګ سیاستونو، د ښځو د حقونو د پیاوړتیا او جنسیتي یووالي په برخه کې د تېرو دوو لسیزو ترلاسه شوي پرمختګونه کمزوري کړي یا یې له منځه وړي دي. د ډيموکراسۍ اساسي کرښې، ددغو سیاستونو پر وړاندې مبارزه له ځان سره لري ترڅو د جنسیت، قومیت او ژبې پرته هر هېوادوال وکولای شي د هېواد د راتلونکي په ټاکنه کې فعالانه ګډون ولري.

د تېرو ۲۰ کلونو په لړ کې، د بیان ازادۍ او د مدني ازادیو ودې، فعاله مدني ټولنه رامنځته کړې وه چې د افغانستان د ښاروندانو ترمنځ یې د پرانیستو او سوله ییزو خبرو اترو په برخه کې اساسي رول درلود او د دولت چارواکي یې خلکو ته ځواب ویونکي کړي وو. دا لاسته راوړنې سره له دې چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې لمنځه تللي او یا هم له جدي ننګونو سره مخ شوي دي، خو د ډموکراسۍ پر لور د خپلې پېچلې لاره کې د افغانستان د پرمختګ یوه بېلګه ده.

د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې، ډيموکراسي په لومړۍ کرښه کې د طالبانو د ځپلو سیاستونو له مخالفت له ډلې یې د ښځو د حقونو ممنوعیت، زده کړې او فردي ازادي سره مخ ده. دا د مدني ټولنې د فعالینو او د بشر د حقونو د مدافعینو د پیاوړتیا چې د بشر د حقونو او د ښځو حقونو په برخه کې په هېواد او له هېواده بهر د ترلاسه شویو لاسته راوړنو د ساتنې  لپاره فعالیت لري، د ملي او نړۍوالو سرچینو د ملاتړ د بسیج په معنی ده.

سربېره پر دې، دا د افغانستان د ټولو ښاروندانو لپاره د مساوي فرصتونو د رامنځته کولو په معنی ده تر څو په ټولنه کې هر غږ واورېدل شي او ورته پام وشي.

په افغانستان کې اوسني وضعیت ته په پام او د طالبانو لیدلوری چې د ډيموکراسۍ له اصولو سره په ټکر کې دی، په افغانستان کې د ډیموکراسي راتلونکې له اساسي ننګونو سره مخ شوې ده. په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ډيموکراسۍ راتلونکې د نه وړاندوینې له وضعیت سره مخ ده، د هیلې درلودل او د هغې راتلونکې لپاره فعالانه هڅې چې په هغه کې ډيموکراسي او د بشر حقونه حاکم وي، ډېر اړین دي. دا امر په خبرو اترو کې ګډونوالی، د بشري حقونو ژمنو ته په درناوي، له ازادۍ نه ملاتړ او په هېواد کې په ټولو برخو کې د هېوادوالو د ګډون لپاره پر طالبانو د فشار د راوړلو په موخه له ټولو شته ابزارونو نه ګټې اخیستنې پورې تړاو لري.

د افغانستان نوی نسل چې په تېرو دوو لسیزو کې یې وده کړې ده، په هېواد کې د ډموکراسۍ لپاره لویه هیله ده. دغه نسل چې له زده کړو، تکنالوجۍ او د نړۍ له وضعیت سره بلدتیا لري، ډیموکراتیکو ارزښتونو له ډلې یې د بشر حقونو او د بیان ازادۍ ته ژمن دي. د هېواد نوی نسل د بشر د حقونو، مدني ازادیو او د ټولګډونه نظام د رامنځته کولو لپاره د دفاع په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي. دغه نسل د ډيموکراسۍ د مبارزې د دوام لپاره یو خوځنده ځواک دی چې د افغانستان د راتلونکي جوړونې په برخه کې به د هغوی عزم او استقامت ګټور وي.

په لومړۍ کرښه کې ازادۍ د بشر د حقونو له اصولو، ازادیو او ټولګډونتوب نه د دفاع په معنا ده. دا د ټولو نارینه و او ښځو د حقونو د دفاع او په ټولنه کې د هغوی د فعاله ګډون د تضمین په معنی ده.

د ازادۍ او ټولګډونتوب په لوري د افغانستان پېچلې لار ډيموکراتيکو اصولو، د ډيموکراسۍ په لومړۍ کرښه کې فعاله مشارکت، له ننګونو سره د مقابلې لپاره د ډلییزو هڅو د ډیموکراتیکې او ټولګډونې ټولنې د رامنځته کولو لپاره د افغانستان د خلکو د هیلو پوره کولو په موخه په دوامداره ژمنو پورې اړه لري چې په هغه کې ټول هېوادوال مساوي حقوق او ټاکوونکی رول ولري.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

بهرني خبرونه

ملګري ملتونه: د ورځې ۲۵ ښځې او نجونې په وسله‌والو نښتو کې وژل کېږي

۶ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1793200636]
خبرونه

سرچینې: طالبان په هلمند کې خلک د سرې میاشتې ټکټ اخیستلو ته مجبوروي

۶ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1793200042]
د هزاره‌ وګړو استازو په افغانستان کې قومي ځورونه، جبري بې‌ځایه کول او د ځمکو غصب غندلی
خبرونه

د هزاره‌ وګړو استازو په افغانستان کې قومي ځورونه، جبري بې‌ځایه کول او د ځمکو غصب غندلی

۶ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1793195855]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغان کډوالو د اېستلو دوام؛ پرون نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبان: د افغانستان او ایران ترمنځ د ترانزیټي موټرو تګ راتګ ۲۴ ساعته شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.