۸صبح، پروان: پروان کې ځايي سرچينې په دغه ولايت کې د سېلابونو د راوتلو خبر ورکړی دی.
دا سېلابونه نن چهارشنبه له غرمې وروسته د پروان د شيخ علي ولسوالۍ د درواز دره کې راوتلي دي.
د سرچينو په خبره، د دغو سېلابونو له کبله دوه کسان مړه او ۱۰ نور لادرکه دي.
سرچينې وايي، چې سېلابونو شاوخوا ۱۰۰ جريبه کرنيزه ځمکه هم زيانمنه کړې او له ۵۰۰ ډېر څاروي يې له منځه وړي دي.
سرچينو زياته کړې، چې عمومي سړک ته شاوخوا ۳۰ کيلومتره د تګ راتګ لار هم تړل شوې ده.
د پروان شيخ علي ولسوالۍ کې تر دې وړاندې هم سيلابونو خلکو ته مالي او ځاني زيان اړولی و.
د يادونې وړ ده، چې وروستيو څو ورځو کې د هېواد په ځينو ولايتونو کې شديد بارانونه شوي او خلکو ته يې درانه مالي زيانونه اړولي دي.