۸صبح، پکتیا: پکتیا کې ځايي سرچینې وايي، چې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو له کبله یو موټر چپه شوی، چې له کبله یې د یوې مېرمنې او یوه ماشوم په ګډون درې کسان مړه شوي دي.
سرچینه وايي، نن دوشنبه د زمري پر ۱۰ د پکتیا مرکز ګردېز په رباط سیمه کې د سېلابونو راوتلو له کبله یو موټر اوښتی، چې د درېیو کسانو ژوند یې اخیستی دی.
د سرچینې په خبره، دغو سېلابونو ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.
لوګر کې هم سرچینې وايي، چې وروستیو ورښتونو او سېلابونو ۵ کسان مړي کړي او ۱۳ نور یې ژوبل کړې دي. دغه راز په دغه ولایت کې له ۶۰ زره جریبه ډېره کرنیزه ځمکه او ۲۰۰ استوګنځيو ته پر زیان سربېره یې ۳۱۰۰ څاروي هم له منځه وړي دي.
د یادونې وړ ده، چې وروستیو سېلابونو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته د ځاني تلفاتو تر څنګ ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.