په تېرو څو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ویجاړونکو سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه واړول. سېلابونو په یو شمېر سیمو کې د ولایت له مرکز سره د ولسوالیو مواصلاتي لارې بندې کړې. له ځپوونکو سېلابونو اخیستل شوې ویډيوګانو کې ښکاري، هغه خلک چې په سېلبريزو سیمو کې پراته دي له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي او خپل ټوله شته یې له لاسه ورکړي دي. ورته مهال، سېلاب ځپلو پر طالبانو تور لګولی چې پاملرنه ورته نه کوي. هغوی وايي چې طالبان طبیعي پېښو ته د چمتوالي او مبارزې په برخه کې هېڅ طرحه او پروګرام نه لري او په وینا یې، په یو شمېر سیمو کې دوه ګونی چلند کوي. ورته مهال، په یو شمېر مرستندویه بنسټونو کې سرچینې د طالبانو له قوله وايي چې دا ډله طبیعي پېښې د «خدای قهر» بولي او دغه وضعیت ته د رسېدګۍ لپاره ځانګړې پاملرنه نه کوي.
طالبانو په تېرو څه کم درېیو کلونو کې د سېلابونو او نورو طبیعي پېښو لپاره د عامه پوهاوي د لوړاوي لپاره کوم پروګرام نه درلود. پر دې سربېره، د طبیعي پېښو قربانیانو ته د رسېدګۍ لپاره یې هم بېړني پروګرامونه عمومي او ټولییز کړي نه دي.
د هېواد ډېر شمېر اوسېدونکي تور لګوي چې طالبان طبیعي پېښو سره د مبارزې او چمتوالي په برخه کې کوم لیکلی پلان نه لري. د هغوی په وینا، طالبان هم د خلکو په څېر په مرستندویه بنسټونو پسې دي چې خلکو ته د مرستې له لارې یو څه د ځان لپاره هم ترلاسه کړي.
طالبانو د تېرې اوونۍ په لړ کې رامنځته شویو طبیعي پېښو ته چې په یو شمېر لویدیځو ولایتونو کې یې درانه زیانونه واړول، پام وړ پاملرنه نه ده کړې. د غور ډېری اوسېدونکي وايي، سلګونه کورنۍ چې د طبیعي پېښو له کبله بېځایه شوي له درې یا څلورو ورځو وروسته یې هم چا مرسته یا لاسنیوی کړی نه دی.
د مرغاب ولسوالۍ له بېلابېلو کلیو او بانډو خپرې شوې ویډيوګانو کې ښکاري چې سېلابونو کلي او باغونه وړي. د دغو کلیو یو شمېر اوسېدونکو خپل ټول شته له لاسه ورکړي دي.
یوه ویډیو چې ۸صبح ورځپاڼې سره شریکه شوې، ښيي چې له سېلابونو وروسته له غره څخه پر کورونو ډبرې راروانې دي او خلک په چیغو له خدایه د مرستې غوښته وهي.
په سیمه کې د مرغاب یو اوسېدونکی په ډک ستوني او اوښلنو سترګو وايي: «کور او هر څه سېلاب یووړل. یو څه غنم مې چې په پور اخیستي و، هغه هم د سېل خوراک شول، ماشومان مې وږي دي. حیران او دریان پاتې یو، که مرسته ونه شي ښايي ماشومان مې له منځه لاړ شي.»
د افغانستان په لویديځ هرات کې هم وروستیو سېلابونو ګڼ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. له هراته خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې سېلابونو په سړکونو کې ترافیکي ستونزې رامنځته کړي.
۸صبح ورځپاڼې ته یوې لېږل شوې ویډیو کې ښکاري چې خلک د هرات – اسلامکلا په لویې لارې کې له ګڼو ننګونو سره لاس او ګریوان دي. نوموړي کس چې دا ویډیو یې رالېږلې، وايي چې د سېلابونو له راوتلو وروسته په دې لارې کې ګڼ موټر بند پاتې و او خلک د ډېرو ستونزو په ګاللو پر دې لارې تګراتګ کاوه.
دغه راز، په هرات کې د سیمهییزو رسنیو له خوا خپرې شوې لومړنۍ شمېرې ښيي چې په دغه ولایت کې د تېرو درېیو ورځو سېلابونو ۱۱ کسان مړه کړي او لسګونه جریبه کرنیزې ځمکې او باغونه یې له منځه وړي دي.
بل پلوه، د طالبانو تر کنټرول لاندې طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي چې په بادغیس کې وروستیو سېلابونو ۱۵ کسان مړه کړي دي. دغه راز، ۱۸۹ کورونه یې په کلي او قسمي ډول او د یو زر او ۱۴۲ جریبه کرنیزې ځمکې حاصلات یې له منځه وړي دي. نوموړي وزارت ویلي چې سېلابونو په دغه ولایت کې د یادو زیانونو ترڅنګ ۱۱ زره او ۴۵۰ څاروي هم تلف کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د نوموړي وزارت ویاند جانان سایق له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په ۱۴ ولایتونو کې د تېرو څلورو ورځو سېلابونو ۱۴۰ کورونه ویجاړ او څه باندې دوه زره څاروي یې له منځه وړي دي.
له دې سره هممهاله، د طالبانو تر کنټرول لاندې د ټولګټو چارو وزارت منلې سېلابونو او غر ښوېدنو په غور، بدخشان، تخار او نورستان کې ځیني سړکونه تړلي؛ خو ټينګار یې کړی چې د بېرته پرانېستلو لپاره یې چټکې هڅې روانې دي.
بل پلوه، د چاپېريال ساتنې کارپوهان وايي، سېلابونه له هغو طبيعي پېښو څخه دي چې خلکو ته تر ټولو ډېر ځاني او مالي زيانونه اړوي او په وینا یې، اقلیمي بدلون په هېواد کې د طبيعي پېښو شدت او کچه ډېره کړې ده.
د چاپېريال ساتنې يو کارپوه چې نه غواړي نوم يې په راپور کې ولیکل شي، وايي چې د سېلابونو د مديريت لپاره ډېرې لارې شته؛ خو په خبره یې، په غرنيو ولايتونو کې د جغرافیايي موقعيت او د خلکو اقتصادي وضعیت ته په کتو څلور لارې کارول کېدای شي.
د چاپېریال ساتنې دا کارپوه وايي: «لومړنۍ لاره د ځنګلونو او غرنیو بوټو د پرې کولو مخنیوی او د سیمهییزو خلکو له خوا د سېلبرونو ساتنه ده. دویمه لار بیا د خلکو او دولت له خوا په غونډیو او غرونو کې د وړو وړو کندو کېندل دي.» د نوموړي په خبره، په سېلبرونو کې د دولتي بنسټونو او خلکو له خوا د کورونو او ودانیو نه ودانول بیا یوه بله مهمه چاره ده چې کولای شي د سېلابونو د ګواښ کچه کمه کړي. هغه زیاتوي چې د دولتي او همکارو بنسټونو له خوا د سېلابونو د مخنيوي او مديريت د لارو چارو په اړه د خلکو د معلوماتو کچې لوړول هم له طبيعي پېښو سره په مبارزه کې مهم او اغېزمن رول لوبولى شي.
دغه راز، یو شمېر سیمهییز طالب چارواکي په نامستقیم ډول د ولایتونو په مالي چارو کې د واک له نه لرلو سر ټکوي. په غور کې د طالبانو والي احمدشاه دیندوست په یو غږیز پیغام کې چې ظاهراً د مرغاب اوسېدونکو ته یې د همدردۍ په موخه لېږلی، ویلي چې خپلو لوړپوړو چارواکو څخه یې په لیکلي بڼه د مرستې غوښتنه کړې او ځواب ته په تمه دی. نوموړي په دې غږیز پيغام کې له خپل مخاطب څخه غوښتي چې خبره رسنیزه کړي؛ څو په دې برخه کې طالب چارواکي او مرستندویه بنسټونه پاملرنه وکړي.
ورته مهال، د هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي چې طالبان له طبیعي پېښو زیانمن شویو سره دوه ګونی چلند کوي.
امید (مستعار نوم) د بدخشان د یفتل ولسوالۍ اوسېدونکی دی. نوموړی چې وروستیو سېلابونو ځپلی، وايي: «کوم طالبان چې په دې ولسوالۍ کې دي، وايي چې واک نه لري. ټول واک په کندهار کې دی. کله چې په یو بل ولایت کې سېلاب راځي، هلیکوپټر لېږي. زموږ په ولایت کې چې ټول خلک هم سېل یوسي، څوک یې پوښتنه نه کوي. دا هم شو اسلامي نظام.»
په ورته وخت کې د مرستندویه بنسټونو یو شمېر کارکوونکي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې بنسټونو سره کار کوي، وايي چې دا ډله له طبیعي پېښو سره پر مبارزې بېباوره ده او په وینا یې، دا د «خدای قهر» بولي چې له خپلو ناصالح بندهګانو «غچ» اخلي.
یو کارکوونکی د یوه سیمهییز طالب چارواکي له قوله وايي: «کله چې په غونډو کې ورسره خبرې کوو په ښکاره وايي چې تاسې موسسې پوهېږئ او کار مو. طبیعي پېښې د خدای کار دی او پر هغو کسانو راځي چې د خدای قهر پرې نازلېږي. دې کسانو ته باید دعا وکړئ.» نوموړی ټينګار کوي چې دا منطق د طالبانو په بېلابېلو کچو کې عمومیت لري او په وینا یې، دا ډول حکومت کول او خلکو ته د چوپړونو وړاندې کول ډېره لرې خبره ده.