۸صبح، تخار: په تخار کې ځايي طالب چارواکي په دغه ولایت کې پر څلور زره او ۴۰ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو د وېش خبر ورکړی دی.
په تخار کې د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست شنبه د مرغومي پر ۱۶مه ویلي چې دغو کورنیو سره دا مرستې د چال او روستاق په ولسوالیو کې شوې دي.
د یاد ریاست په خبره، دا مرستې د خوړو نړیوال پروګرام په مالي همکارۍ پر اړمنو کورنیو وېشل شوې دي.
په وېشل شویو خوراکي توکو کې اوړه، غوړي، دال، پلمپي او سوپرسریال دي.
دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري د دغه ولایت په نورو ولسوالیو کې هم پر خلکو د خوراکي توکو د وېش لړۍ روانه ده.