۸صبح، غور: غور کې ځايي سرچينې وايي، دغه ولايت کې څلور ماشومان د يو ځای پر ځای شوي ماين چاودنې له کبله ټپيان شوي دي.
د سرچينو په خبره دغه ماين د چهارشنبې پر ورځ د لړم پر نولسمه ماسپښن مهال د غور مرکز فيروزکوه د «تسرقي» سيمه اړوند کې چاودلی دی.
د غور ولايتي روغتون کې روغتيايي سرچينې هم مني، چې څلور ټپي ماشومان دغه روغتون ته راوړل شوي، چې د يوه ماشوم روغتيايي حالت نازک دی.
د سرچينو په خبره، دا ماين د پخواني حکومت پوځيانو او طالبانو ترمنځ د جګړې پر مهال ځای پر ځای شوی و.
د غور اوسېدونکي د ځای پر ځای شويو ماينونو له کبله اندېښمن دي او غوښتنه کوي، چې د دغه ولايت سيمې دې له ځای پر ځای شويو ماينونو پاکې شي.
غور کې يو مدني فعال عبدالعلي رسولي، له مرستندويه موسسو غواړي، چې د پخواني حکومت پوځيانو او طالبانو ترمنځ د جګړو سيمې دې له ځای پر ځای شويو ماينونو پاکې کړي.
د يادونې وړ ده، چې تسرقي سيمه د فيروزکوه په ختيځ کې ده او په تېر کې دا سيمه د پخواني حکومت پوځيانو او طالبانو ترمنځ د جګړو شاهده وه.